د افغانستان د ټاکنو د قانون مسوده نهايي شوه

ښاغلی معنوي د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون رییس وايي، د رای ورکوونکو نوملیکنه باید د دولت په کاري لومړیتوبونو کې وي.

په تېرو لسو کلونو کې د ټاکنو د قانون نشتوالی یوه جنجالي موضوع وه او افغانستان کې دوه ځلې ولسمشریزې او دوه وارې پارلماني ټاکنې د ولسمشر د یو تقنیني فرمان له مخې شوې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له څو کلونو وروسته د ټاکنو د قانون مسوده نهايي کړه او ټاکل شوې چې پر دوشنبه یې د عدلیې وزارت ته واستوي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د ټاکنو قانون یې بشپړ کړی او ډېر ژر به یې د قانوني پړاوونو بشپړولو لپاره د افغانستان عدلیې وزارت ته واستوي.

تمه کیږي چې د دغه قانون مسوده، د عدلې وزارت له خوا تر ‎ارزولو وروسته د تایید لپاره پارلمان ته واستول شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي که څه هم په قانون کې د راوړل شوو بدلونونو په اړه ډیر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د دغه قانون په محتوا کې ۵۰ سلنه تعدیلات راغلي:

لوی بدلون

''د شکل او محتوا له مخې په قانون که تر ۵۰ سلنې ډیر بدلون راغلی، دا یو ډیر لوی بدلون دی. د جزییاتو ویل به یې ډېر وخت ونیسي، له تعریفونو نه نیولې تر سیسټم، عملیاتي کارونو او صلاحیتونو پورې بدلون راغلی، چې تر ټولو مهم یې د سیسټم او انتخاباتي شکایتونو ته د اورېدو د کمیسیون تشکیلات دي.''

د دغه کمیسیون چارواکي وایي، د ټاکنو په قانون کې بدلون د سیاسي ګوندونو، د ټاکنونو د څارونکو ټولونو، مدنې ټولنو، د تعلیمي موسسو مشرانو او د پوهنتون محصلینو سره د اوږدو مشورو وروسته راوړل شوي.

بل خوا، د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرایيوي مشر جانداد سپین غر وايي، کمیسییون هغوی ته لا خبر نه دی ورکړی چې د هغوی وړاندیزونه یې په پام کې نیولي او کنه نه.

ښاغلی سپین غر وايي، که د ټاکنو قانون په نوې مسوده کې د مدنې ټولنې وړاندیزونه په پام کې نه وي نیول شي، هغوی به دا موضوع په عدلې وزارت او ان په پارلمان کې تعقیب کړي.

ټاکل شوې چې د دغه قانون وروستۍ مسوده څو ورځې وروسته د ټاکنو د کمیسیون په رسمي ویبپاڼه کې خپره شي. خو کومه مسوده چې څو میاشتې وړاندې د نظر ورکونې لپاره بېلابېلو بنسټونو ته ورکړل شوې وه، د ولسمشر د نوماند په برخه کې یوه ماده زیاته شوې ده. په لسمه ماده کې د ولسمشر د ځانګړتیاوو تر عنوان لاندې راغلي چې:

''د ولسمشرۍ نوماند باید دا ځانګړتیاوې ولري: اول: جسمي او رواني روغتیا، دویم: په نشه يي توکو نه روږدیتوب، دریم: د ناقانونه وسلو نه درلودل او د ترهګرو ډلو، سازمان شويو جنایت کارانو او د نورو هیوادونو د څارګرو ادارو سره د اړیکو نه درلودل.''

د ټاکنو قانون د نهايي کولو ترڅنګ، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه هیواد له دولت، مدني ټولنو او تمویلوونکو سرچینو نه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو لپاره تیاری دې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي.

ددغه کمیسیون مشر فضل احمد معنوي خبرداری ورکړ چې که له همدا اوسه د ټاکنو موضوع ته پاملرنه ونه شي، د هغه په وینا د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره هېڅ تضمین نه شته:

معجزه ټاکنې

''له قانون وروسته، تر ټولو عمده موضوع چې د ټاکنو رڼښت تضمینولی شي د رای ورکوونکي د نوم ثبتول دي. که په دې موضوع کې نورې مربوطې ادارې د ټاکنو له کمیسیون سره همکاري ونه کړي، یوازې کمیسیون هېڅ نه شي کولای. که سر له ننه د ټاکنو موضوع ته پاملرنه ونه شي، یعنې که افغان حکومت له همدا اوسه د ټاکنو موضوع په خپلو لومړيتوبونو کې و نه نیسي، تاسې د ټاکنو له کمیسیونه د رڼو او معجزه ټاکنو انتظار مه لری.''

له دې خبرداري سره سره داسې ښکاري چې د ټاکنو کمیسیون دغه وړاندیزونه تر اوسه له دولت سره نه دي شریک کړي، ځکه چې د کمیسیون د مشر په وینا، دا موضوع به تر راتلونکو څو ورځو پورې له اړوندو ادارو سره شریکه کړي.

ښاغلي معنوي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې که د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره ددغه کمیسیون وړاندیزونو ته پاملرنه ونه شي د ټاکنو راتلونکې به څنګه وي؟ وویل، دغه کمیسیون غوڅه پرېکړه کړې چې د تېرو کلونو تجربه به بیا تکرار نه کړي.

ورته مطالب