فرانسه جولای کې د سرتېرو ایستل پیلوي

فرانسوا اولاند د انځور حقوق AP
Image caption فرانسوا اولاند تېره میاشت له ولسمشر کېدو وروسته افغانستان ته سفر وکړ.

د فرانسې ولسمشر ویلي چې په راتلونکې جولای میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیلوي.

نوموړي دا اعلان څو ساعته وروسته تر هغه وکړ، چې کاپیسا ولایت کې د طالبانو یوه ځانمرګي برید څلور فرانسوي سرتېري ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل.

فرانسوا اولاند ویلي چې د فرانسوي سرتېرو د ایستلو لړۍ به د روان کال تر پایه بشپړه شي.

ښاغلی اولاند د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۱۲ کال ترپایه به افغانستان څخه فرانسوي سرتېري وباسي.

په پام کې ده چې دوه کاله وروسته د (۲۰۱۴) تر پایه له افغانستانه ټول بهرني سرتېري ووځي.

په وروستیو اوونیو کې افغانستان کې تاوتریخوالی او بریدونه ډېر شوي دي.

د فرانسې ولسمشر د سرتېرو له وژل کېدا وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې تر بشپړې وتنې پورې به یې پوځيان خپلې دندې ترسره کوي، خو په دې کار کې باید له احتیاطه کار واخلي.

د امهال فرانسه افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ سرتېري لري، چې د هېواد په ختيځ کاپیسا ولایت کې مېشت دي.

له ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان کې د فرانسې ۸۷ سرتېري وژل شوي دي.

د روان ۲۰۱۲ په جنورۍ کې هم د څلورو فرانسوي سرتېرو تر وژل کېدا وروسته د فرانسې مخکني ولسمشر نیکولا ساغکوزي وویل چې د ۲۰۱۳ کال ترپایه به خپل سرتېري وباسي.

خو د نوموړي ځایناستي فرانسوا اولاند د وتلو دا موده یو کال نوره هم مخته کړه.

ورته مطالب