فرانسه وايي د افغان ځواکونو روزنې ته ژمنه ده

د انځور حقوق
Image caption فرانسه د ناټو چوکاټ کې د ایساف تر چتر لاندې پنځم لوی هېواد دی چې افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ سرتېري لري.

د فرانسې دفاع وزیر افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، فرانسوي وزیر ژان ایف لودغه په ارګ کې له کرزي سره په خبرو کې د فرانسوي ولسمشر فرانسو اولاند پر هغې ژمنې بیا ټینګار وکړ، چې د پوځيانو ایستل له راتلونکې میاشتې پیلوي.

ښاغلي لودغه وویل، دا چې د لېږد درېیم پړاو له کاپیسا پیلېږي، فرانسه غواړي چې سر له جولای له دغه ولایته خپل سرتېري هېواد ته ستانه کړي.

دغه فرانسوي چارواکي کرزي ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د سرتېرو له وتلو وروسته افغانستان یوازې پرېنږدي.

ژان ایف لودغه ژمنه وکړه، چې فرانسه به له افغانستان سره د لاسلیک شوي تړون له مخې د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل چې د فرانسې او افغانستان ترمنځ د همکاریو تړون به د فرانسې پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي.

دغه فرانسوی وزیر وروسته تر هغه افغانستان ته استول شوی، چې په تېره شنبه (غبرګولي ۲۰) کاپیسا ولایت کې د طالبانو یوه برید څلور فرانسوي پوځيان ووژل.

فرانسه د ناټو چوکاټ کې د ایساف تر چتر لاندې پنځم لوی هېواد دی چې افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ سرتېري لري.

له ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان کې د فرانسې ټول ټال ۸۷ سرتېري وژل وي.

په تېره جنورۍ کې د څلورو فرانسوي پوځيانو وژل کېدو د فرانسې مخکنی ولسمشر نیکولا ساغکوزی اړ کړ چې له افغانستانه د ۲۰۰۳ کال ترپایه د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

په پام کې ده چې دوه کاله وروسته د (۲۰۱۴) تر پایه له افغانستانه ټول بهرني سرتېري ووځي.

ورته مطالب