په افغانستان کې جلا چاودنو ۸ ملکيان وژلي

چاودنه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په افغانستان کې په وروستیو کې پر ماينونو د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياتې شوې.

افغان چارواکي وايي د سړک د غاړې يوې بمی چاودنې په میدان وردګو ولایت کې لږ تر لږه پنځه کسه ووژل.

د دغه ولایت د والي وياند شاهد الله شاهد وايي دغه کسان له کابل نه غزني ته روان وو چې موټر يې د سیداباد ولسوالۍ د هفت اسياب په سيمه کې د سړک د غاړې پر ماين ور برابر شو.

د پېښې ټول قربانيان ملکيان ښوول شوي او چارواکي وايي چې په وژل شويو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

ښاغلی شاهد وايي په دغه چاودنه کې دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

خو د غزني د روغتون مشر بي بي سي ته وويل روغتون ته د پنځو مړو جسدونه او څلور ټپيان وروړل شوي دي.

د غزني د روغتون مشر بازمحمد همت وايي چې د دوو ټپيانو وضعيت نازک دی.

په شمال کې چاودنه

پر همدې مهال د افغانستان د بلخ ولايت چارواکي وايي له لرې کنټرولېدونکي بم نن سه شنبه په چاربولک ولسوالۍ کې درې کسه ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

د بلخ امنيه قومندانۍ وياند شيرجان دراني بي بي سی ته وويل په پېښه کې وژل شوي ټول ملکيان دي او ټپيان هغه سرتېري دی چې په دغه ولسوالۍ کې پر ګزمه بوخت وو.

ښاغلی درانی وايي په وژل شويو کې يو ماشوم هم دی.

دی وايي بم په یو موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی وو او هغه مهال وچول شو چې د پوليسو د ګزمې موټر له سيمې تېرېده.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې د دغو پېښو مسؤوليت نه دی منلی.

تېره ورځ هم په سرپل ولايت کې پر يوه امبولانس موټر بريد وشو، چې له امله يې درې ولسي وګړي ووژل شول.

ورته مطالب