کرزی: دوستم په "ملي خیانت" نه دی تورن شوی

کرزی دوستم د انځور حقوق Getty
Image caption پر عبدالرشيد دوستم تور دی چې په شمال کې د تېلو د وېستو مخه نيسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي لويې څارنوالۍ ته د جنرال عبدالرشيد دوستم د معرفي کولو په تړاو په خپل لومړي غبرګون کې پر ښاغلي دوستم د "ملي خيانت" تور رد کړ.

ښاغلي کرزي په مشخص ډول ونه ويل چې ولې عبدالرشيد دوستم لويې څارنوالۍ ته معرفي شوی، خو ويې ويل دغه مساله د افغانستان په شمال کې د تيلو د راوېستو په وړاندې د خنډونو د پيدا کېدو وروسته را ولاړه شوې ده.

خو د افغانستان لويې څارنوالۍ پر عبدالرشيد دوستم د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لوري لګېدلي تورونه روښانه کړي او وايي څارنوالۍ يې د څېړنو لپاره يو پنځه کسيز پلاوی ټاکلی دی.

د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري بي بي سی ته وويل دوی ته په استول شوي مکتوب کې په جنرال دوستم درې تورونه لګېدلي دي: "يو دا چې جنرال دوستم ۱۵ چينايي انجينران ګواښلي چې هغوی خپل دندې پرېښي او تښتېدلي دي. بل د ده له لوري له دغې پروژې د باج اخيستل دي او دريم دا چې دی د دغه معدن د استخراج مانع ګرځي."

ښاغلي نظري وويل تحقيقات په ابتدايي پړاو کې دي او وروسته به معلومه شي چې آيا پر عبدالرشيد دوستم لګېدلي تورونه سم خېژي او که نه.

"د افغانستان ملي ګټې"

ولسمشر کرزي په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل: "جنرال دوستم چا په ملي خيانت نه دی تورن کړی. په ملي خیانت د تورنولو دنده د محکمو او عدلي ارګانونو کار دی، نه د ولسمشر."

ده وويل: "د کار د منع کېدو او د بهرنيو کمپنيو له لوري د يو شمېر غوښتنو رسمي راپور د افغانستان کابينې او د ملي امنيت غونډې رسېدلی دی.

په دا ډول مسایلو کې د افغانستان حکومت مکلف دی چې ګام پورته کړي. دا د افغانستان سترې ملي ګټې دي او خلک له دې لارې ډوډۍ پيدا کوي."

ښاغلي کرزي وویل لويې څارنوالۍ ته د جنرال دوستم معرفي کېدل د لومړنیو راپورونو پر بنسټ ترسره شوي دي او اوس بايد د قضيې جرړې وپلټل شي.

هغه زياته کړه: " تر اوسه په دې اړه ډېره روښانتیا نشته. راپور موږ ته رارسېدلی او دغه راپور امنيت شورا ته لېږدول شوی او شورا مکلفه ده چې تر قانوني تعقيب لاندې ونيسي."

لويې څارنوالۍ ته د عبدالرشيد دوستم د معرفي کېدو په تړاو ملي جبهې چې ښاغلی دوستم یې غړی دی په کابل کې یوه خبري ناستې ته وويل چې د ملي امنيت د شورا دغه کار "غير اصولي او بېځايه" دی.

د دغې جبهې وياند فیض الله ذکي وويل جنرال دوستم هغو شرکتونو ته چې د افغانستان په شمال کې فعاليت کوي توصيه کړې چې هڅه وکړي ډیر امنيتي ځواک او کارکوونکي د سيمې له خلکو استخدام کړي.

ټاکل شوې د امو دريا حوزې د تيلو معدن چې د فاریاب او سرپل په ولايتونو کې دی د "چين د نفتو د ملي شرکت" له لوري استخراج شي.

ورته مطالب