بغلان کې د زلزلې له امله ۸٠ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کلي خلک له دوشنبې راهیسې کار کوي. دوی وايي تر اوسه یې د کوم کس غږ یا چیغه نه ده اورېدلې.

د بغلان چارواکي وایي چې د دې ولایت ‍په برکه ولسوال کې د زلزلې له امله د ملاجان په کلي کې شاوخوا ۸۰ تنه وژل شوي او ٢٥ کورونه په بشپړه توګه د غره د ښویېدو له امله تر خاورو لاندې شوي دي. په و‌ژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

که څه هم دوه بېلډو‌زونه د ‌جسدونو د رایستلو لپاره کارول کېږي خو په کومه کچه چې کاڼو او خځلو دغه کلی لاندې کړی د ژوندیو کسانو پیدا کولو چانس یې ډیر کم کړی دی.

د کلي خلک له دوشنبې راهیسې کار کوي. دوی وايي تر اوسه یې د کوم کس غږ یا چیغه نه ده اورېدلې. نو داسې برېښي چې څوک به ژوندی نه وي پاتې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وایي دوی له ځایي چارواکو سره په ګډه کار کوي تر څو معلومه کړي چې کومو مرستو ته اړتیا ده.

د بغلان والي منشي مجید بي بي سي ته وویل ویره لري چې په ویجاړ شویو کورونو کې د ‌ژوندیو کسانو موندلو ډیر کم چانس شته. والي زیاته کړه چې یوازې یو کور ولاړ پاتې نور ټول ړنګ شوي. هغه وویل دا یو بشري ناورین دی. یو کلي په بشپړه توګه له منځه تللی.

د بغلان ولسوالۍ د شورا غړي حاجي وکیل بي بي سي ته وویل غر ډیر لوی او قوي و او کورونه له خټو جوړ شوي وو. دلته یوازې چوپتیا ده، یوازې چوپتیا.

د دغې زلزلې ټکانونه په پلازمېنه کابل کې چې له دغه ځايه کابو يو ۱۷۰ کيلومتره سويل ته پروت دی احساس شوي دي.

په افغانستان کې تېرکال سيلاوونو او د روان ژمي سختو واورو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې افغان حکومت يې په يوازې سر د کابو کولو وس نه درلود.

ورته مطالب