هرات کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې زیاتوالی

د انځور حقوق AFP
Image caption د هرات لویدیځه حوزه کې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د ښځو د ځان وژنې ۱۸ پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د روان لمریز کال له پیل نه تر اوسه په هرات کې د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالو پېښې د تېرکال همدې مودې په پرتله شاوخوا لس سلنه لوړې شوي دي.

دا خبره په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سيمه يیز دفتر په یوه رپوټ کې راغلې ده. د دغه رپوټ له مخی، په لویدیځه حوزه کې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې د ښځو د ځان وژنې ۱۸ پېښې، د ښځو د وژنی ۱۶ پېښې او د ښځو د ځان سوزنې ۱۰ پېښې ثبت شوي دي.

دغه اداره، بېوزلي، په نشه يي توکو روږدېدنه، ناپوهي او د قانون واکمنۍ تشه د دغو پېښو لاملونه ګڼي.

د نوموړي کمیسیون سیمه ییز دفتر مشر سید عبدالقادر رحیمی وایي "تر ننه چې موږ شمېرې لرو په ټوله سیمه کې د ښځو د ځان سوزنې لس پېښې ثبت شوي چی اووه پېښې یوازې په هرات کې شوي. په ټوله لوېدیځه حوزه کې د ښځو د ځان وژنې ۱۸ پېښې ثبت شوې دي. له بده مرغه د ښځو د وژنې ۱۶ پیښي هم په سیمه کې ثبت شوي چې د دا ډول ډیرو پېښو عاملین نیول شوی هم نه دي."

د انځور حقوق ap
Image caption ځینې کارپوهان وايي د افغانستان اوسني حالت ته په کتو سره د ښځو حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي

د نوموړي کمیسیون چارواکي ټینګار کوي چې دا وروستۍ او دقیقې شمېرې نه دي او د دوی په وینا ښایي داسې نورې پېښې تراوسه په لرې پرتو سیمو کې بلکل ثبت شوي نه وي.

د یادشوي کمیسون د تازه رپوټ له مخې په دی سیمه کې په تېر کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالۍ د پېښو شمېرې هم وړاندې شوي دي. په دې رپوټ کې راغلي چې د ۱۳۹۰ لمریز کال له پيل څخه تر پایه په سیمه کې د ښځو ۱۱۴ د ځان وژنې، ۳۹ د ښځو د وژنې، ۱۱ د جنسي تیري او د ښځو د وهلو څه د پاسه ۲۰۰ پېښې ثبت شوي دي.

خو کمیسیون وایي که د تېرکال د لومړیو دونیمو میاشتو شمېرې د سږکال همدې مودې د ثبت شویو شمېرو سره پرتله شي نو په ورته پېښو کې د شاوخوا لس سلنه زیاتوالی لیدل کېږي.

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان اوسني حالت ته په کتو سره د ښځو حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. خو ځينې بیا وايي په دې برخه کې بنسټیز کار نه دی شوی. د نجونو په ډېر کم عمر کې واده، په بدو کې د هغو ورکول، ښځه بدلمنې ته مجبورول، جنسي تېري او داسې نورې ستونزې شته چې ښځې ورسره لاس او ګريوان دي.

ورته مطالب