امریکا افغان قاچاق وړونکی په عمري بند محکوم کړ

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغانستان د نشه يي توکو د تولید او قاچاق له اړخه د نړۍ له سترو هېوادونو ګڼل کېږي.

امریکا ويلي چې د طالبانو د تمویل او نشه يي توکو د قاچاق په تور یې یو افغان سوداګر په عمري بند محکوم کړی دی.

له امریکا راپورونه وايي چې ۷۰ کلن حاجي باغچو د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله نشه يي توکي ۲۰ هېوادونو ته قاچاق کول.

د نوموړي وکیلانو ویلي چې د موکل روغتیايي حالت یې ښه نه دی، او وايي چې پر نوموړی باید زړه سوی وشي.

خو قاضي ویلي چې تورن هومره لوی نړیوال قاچاقبر و، چې دا سزا ورته مناسبه ده.

ویل کېږي چې حاجي باغچو افغانستان کې له نشه يي توکو ډېرې پیسې ترلاس کړې چې په دغه هېواد کې د نژدې ۲۵۰۰۰۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت شتمني لري.

د امریکا مرستیال لوی څارنوال لاني بریور یې په اړه ویلي چې "حاجي باغچو د نشه يي توکو د تولید او قاچاق ډېر لوی کارونه مخته وړل چې ان د امریکا په ګډون یې۲۰ هېوادونو ته هیرویین قاچاق کول."

"هغه یوازې په ۲۰۰۶ کې د څه باندې ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت هیرویین قاچاق کړي. هغه د قاچاقو له لارې ترلاسه کېدونکې پیسې افغانستان کې د طالبانو جګپوړو قومندانانو ته ورکولې. نن په نړۍ کې د نشه يي توکو د یوه ډېر لوی قاچاق کوونکي لپاره د عمري بند سزا مناسبه فیصله ده."

باغچو په ۲۰۰۹ کال امریکا ته یووړل شو.

نوموړی د روان ۲۰۱۲ مارچ پر ۱۳مه امریکا کې د هیرویینو او نشه يي توکو د قاچاق له تور درې اوونۍ وروسته په رسمي توګه تورن شو.

امریکا وايي چې د نشه يي توکو ضد ادارې یې د باغچو ضد کمپاین ان په ۲۰۰۴ کې پیل کړی و، چې په دې لړ کې یې د نوموړي له نژدې کسانو او د افغان پولیسو په مټ د هغه په اړه ډېر مالومات راټول کړي وو.

ورته مطالب