فهیم: د مخکنیو مجاهدینو ګوښه والی ٪۵۰ ناامني زیږوي

فهیم د انځور حقوق Getty
Image caption قسیم فهیم وویل افغانستان یو نوي سیسټم او ادارې ته اړتیا لري چې ددې هیواد د اقتصاد او د خلکو غوښتنو سره سمون ولري.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم چې د څارنې ادارې د نوې ودانې په پرانیستونکې غوڼډه کې وویل پرته له دې چې د یوې ځانګړې دورې یادونه وکړي په دغه هېواد کې تېرې تجربې ترخې وبللې.

قسیم فهیم وویل، هره ډله چې په حکومت کې واک ته رسېدلې هڅه یې کړې چې نظام د خپلو غوښتو پر بنسټ جوړ کړي او هر وزیر هڅه کړې چې د خپل وزارت عادي کارکوونکي هم له خپله ګونده وټاکي.

ښاغلي فهیم کومې ځانګړې دورې ته اشاره ونه کړه، خو د خلکو په باور په تېرو لسو کلونو کې وزارتونه تر ډېره ګوندي شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز وویل، چې جهادي قومندانان له واکه د لرې پاتې کیدو له امله په هیواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه نه کوي:

بې تفاوتي

''زموږ ستونزه دا ده، هر قومندان او مجاهد چې د کار توان هم نه لري، له زموږ خپه دی، ولې خپه دی؟ وایي تاسې خو حکومت ته ولاړﺉ، زموږه حالت به څنګه شي؟ موږ ورته وایو چې وروڼو د دولت ظرفیت کم دی او محدود شمېر خلک چې ټاکل شوې ځانګړتیاوې ولري حکومت کې کار کولای شي، که ته حکومت ته ولاړ هم شې ستا عمر اوس تقاعد ته جوړ دی. خو هغوی بیا هم خپه دي، او په افغانستان کې د نا امنۍ ۵۰ سلنه لامل د دغو قومندانانو او مجاهدینو بې تفاوتي ده. هغوی په خلکو کې محبوبیت لري، خو ځان یې بې تفاوته نیولی.''

ښاغلي فهیم سره له دې چې په تیرو کلونو کې یې د بهرنیو هیوادونو هڅې د قدر وړ وبللې خو ویې ویل چې دغه هیوادونه هڅه کوي د خپلو هیوادونو بریالۍ تجربې په افغانستان کې پلي کړي، چې دا د دغه هېواد له شرایطو سره په ټکر کې دی.

هغه وویل افغانستان یو نوي سیسټم او ادارې ته اړتیا لري چې ددې هیواد د اقتصاد او د خلکو غوښتنو سره سمون ولري.

نوموړي وویل افغانستان کې باید د نظام او سیسټم د جوړولو، له فساد سره د مبارزې او د سولې د راوستو په برخو کې ډېر کار وشي.

هغه په افغانستان کې سوله د عدالت په پلي کېدو پورې تړلې وبلله او ویې ویل چی باید داسې یوه اداره رامنځ ته شي چی عدالت پرته له توپیره پر ټولو یو راز پلي کړي.

ورته مطالب