کابل 'د اسیا زړه هېوادونو' سیمه ییز کنفرانس کوربه دی

بیرغ د انځور حقوق
Image caption ددغه کنفرانس لپاره له امنیتي پلوه هم په کابل ښارې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي.

د افغانستان پلازمېنه کابل به سبا (پنجشبه/ جون ۱۴) د اسیازړه هیوادونو د کنفرانس کوربه وي.

د دغه سیمه ییز کنفرانس لپاره په کابل ښار په پراخه کچه امنیتي او نور تدابیرنیول شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د اسیا زړه هېوادونو د سیمه ییز کنفرانس لپاره یې له هر پلوه بشپړ چتمووالی نیول او د دغه کنفرانس یو شمېر ګډونوال پلازمېنې کابل ته رسېدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، د دغه کنفرانس د چمتووالی وروستۍ غونډه پای ته رسېدلې او زیاتوي، چې د کنفرانس پر اعلامیه یې هم کار بشپړ کړی دی.

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادو ترڅنګ د سیمې د اتو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډون د نژدې څلویښتو هېوادونو او سازمانونو استازي برخه واخلي.

د د غه کنفرانس اجنډا، چې د استانبول د پروسې تعقیب بلل کېږي، پر اوو مسایلو به یې چې د مخدره توکو پرضد مبارزه او سیمه ییزه اقتصادي همکاري مهم برخه جوړي، را څرخېږي.

په همدې حال کې ددغه کنفرانس لپاره له امنیتي پلوه هم په کابل ښارې پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کابل له نړیوال هوايي ډګره تر بهرنیو چارو وزارت او بیا له هغه ځایه تر کانټینټل هوټل پورې په هر څلور لارې او کوڅه کې کڼ شمېر امنتي ساتونکي لیدل کېږي او د نورو وروځو په پرتله په کابل ښار کې د موټرو تګ ارتګ هم کم تر سترګو کیږي.

د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره له هوايي ډګره ښارته پر تلونکو سړکونو د افغانستان بیرغونه هم ځړېدلي دي او ښار ته ننوتوکي موټر په کلکه تالاشي او څارل کېږي.

ورته مطالب