ناټو وايي اکمالاتو ته یې پاکستان لار پرانیزي

راسموسن د انځور حقوق AFP
Image caption انرس فو راسموسن ویلي چې ناټو له افغانستانه د وتلو لپاره ګڼې لارې لټوي.

د ناټو سازمان عمومي منشي انرس فو راسموسن وايي تمه لري په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د پاکستان اکمالاتي لار په نژدې راتلونکې کې پرانیستل شي.

ښاغلي راسموسن د استرالیا په پلازمېنې کانبېرا کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل ناټو غواړي له افغانستانه د پوځیانو د وتلو لپاره ګڼې لارې ولري.

په وروستیو کې ناټو له ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان سره د لېږد په اړه د تړونونو اعلان وکړ.

د دوشنبې په ورځ یو امریکايي پلاوی وروسته تر هغه له پاکستانه ووت چې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د اکمالاتو د لارې پر بیا پرانیستو یې خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

ښاغلی راسموسن وايي:

''دا مهال د پاکستان له لارې زموږ د لېږد چارې تړل شوي دي، د دغې لارې د بیا پرانیستلو لپاره څو ځلې خبرې شوې دي، خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، زه تمه لرم چې پاکستان په نژدې راتلونکې کې خپلې لارې بیا پرانیزي.''

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه له افغانستانه ټول جنګېدونکي بهرني سرتېري ووځي، چې ځینو هېوادونو له دغه هېواده د سرتېرو ایستل پیل کړي دي.

ورته مطالب