افغانستان کې د مور د ورځې لمانځل

Image caption افغانستان کې دا مهال ۵۰۰ زره ښځي هغه کونډې دي چې مړونه یې د جګړو په پایله کې مړه شوي دي

ډیری افغانان د جوزا غبرګولي د میاشتې ۲۴ مه د مور د ورځي په نوم لمانځي او دا ورځ خپلو میندو ته د ګلانو او نورو ډالیو په ورکولو ستایلې ده. په افغانستان کې دغې ورځي ته ځکه ډیر ارزښت ورکوي چې دلته میندې تر بل هر ځای د خپلو اولادونو او میړونو په غمونو کړیدلي دي.

که د کابل په یوه سیمه کې خلک په خورا شان او شوکت د ګلانو په ډالیو او میلمستیاوو سره د مور ورځ لمانځي خو بل پلو یو شمیر کونډي میندي د ښار په بله برخه کې لستوڼي را غښتي او د خپلو ماشومانو لپاره د خټینو خونو په جوړولو بوختي دي.

د دوی خونې کړکۍ او دروازې نه لري. له دوی سره نور نارینه هم د مرستي لپاره نشته. یوازي دوی دي او خپله بې کسي یې. دوی د کابل د سړو او تودو بادونو څخه د خپلو ماشومانو د ساتني لپاره خپلې مټي رانغښتي دي.

دا تر ډیره هغه میندې دي چې د ورځي یوه برخه د خپلو خونو په جوړولو او یوه برخه یې د نورو خلکو په کورونو کې په مزدوریو تیروي. کالي پریمنځي، ډوډۍ پخوي، د کورونو صفایې کوي او اولادونه یې په کوڅو کې لاسي توکي خرڅوي، د شتمنو موټر مینځي او یا هم د خیرات لاس اوږدوي.

د دغو میندو او ماشومانو لپاره آن د پاکو اوبو شتون لویه شتمني ښکاري. شاوخوا سل دغسي بې سرپرسته کورنۍ په کارتنو کې پر همدې غونډۍ چې زن آباد ورته وایې ژوند کوي. دوی د افغانستان د ډیرو نورو ښځو په څېر د مور د ورځي نه خبرې هم نه دي.

هلته د مور ورځ نه پېژنې اونه څوک د دې ورځې په هکله له هغوي سره خبري کوي. دوی د خپلو بچو لپاره زیار باسي، خټي کوي او خونې ورته جوړوي .

د انځور حقوق Getty
Image caption افغانستان کې د کونډو ښځو او نورو کړیدلو ښځو سره د مرستي لپاره کوم ځانګړی ملي پروګرام نشته

انیس ګل یوه له دغو میرمنو ده چې له تندي یې خولي بهیږي او تر ټکنده لمر لاندي د غونډۍ لوړي ژوري هواروي. له دې سره یې دوه کوچني زامن هم مرسته کوي او د خپلې خوني د جوړولو کار یې نژدې پای ته رسولی دی . د دې میړه تېرکال په یوه ترافیکي پېښه کې ومړ او دا نن خپلو څلورو اولادونو او زړې خواښي سره همدې غونډۍ ته راغلې ده .

انیس ګل وایي” موږ چې دلته راغلو اوبه نه وې. موږ اوبه رانیولې، خښتې مو جوړولې او بیا مې دا کور جوړ کړ. دلته غر وو، دا ما پخپله هوار کړي. ډبرې مو یوې خوا ته کولې، ریګ بلې خوا ته. بیا مو خټې اخستې او کور مو جوړاوه. اوبه مو راوړې، خټي مو خشتولې او بیا مو خښتي وهلې “.

د انیس ګل ۶۲ کلنه خواښې د خلکو د کالیو په ګنډلو سره د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ برابروي .دا چې له دغه کاره راضي بریښي وایې هلته میرمني تر نارینه ښه کار کوي.

د دوی د کور تر څنګ یوه بله کونډه میرمن فهیمه هم د خلکو د کالو د پریمنځلو له لاري ماشومانو ته ډوډۍ ورکوي او بل خوا د خپلې کوچنۍ کورنۍ لپاره د خوني په جوړولو بوخته ده .

دا وایې همدا اوس یې د خلکو کالي راوړي چې نیمایې یې د هغو په کور او نیم یې په خپل کور کې ورته مینځي. فهیمه وایې د دې غوڼدۍ ډیرې کونډې د مزدورۍ لپاره د مکروریانو سیمي ته ځي چې هلته شتمنې کورنۍ شته .

په دې غونډۍ کې د تیرو جګړو سوځیدلي ټانکونه او زغره وال هم شته. او بلې غاړې ته یې هدیره ده. د دغو ښځو همت او مړانې د سیمي نارینه هم حیران کړي دي .

د افغانستان جګړو زرګونه سرونه تر خاورو لاندي کړي او ورسره یې زرګونه کورونه بې سرپرسته کړه، ماشومان یې بې پلاره، ښځې یې بې مړو، او میندي بې بچو کړې. د رسمي شمیرو پر بنسټ په افغانستان کې دا مهال پنځه سوه زره ښځي هغه کونډې دي چې مړونه یې د جګړو په پایله کې مړه شوي دي.

په افغانستان کې د کونډو ښځو او نورو کړیدلو ښځو سره د مرستي لپاره کوم ځانګړی ملي پروګرام نشته. دوی پخپله زیار باسي تر څو د خپلو اولادونو لپاره هم مور وي او هم پلار .

ورته مطالب