کرزي د "اسیا زړه هېوادو" کنفرانس د باور ټينګېدو ښه چانس بللی

کابل کنفرانس د انځور حقوق arg
Image caption د ايران د بهرنيو چارو وزير يو ځلې بيا د افغانستان او امريکا ترمنځ په ستراتيژيک تړون نيوکې وکړې.

د "اسيا زړه هیوادو " کنفرانس چې افغانستان يې کوربه دی، افغان ولسمشر حامد کرزي پرانیست او دا يې دسیمې هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او د باور ټینګولو لپاره ښه چانس وباله.

غونډې ته دایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیک تړون یو ځل بیا انديښنه وښووده او دغه تړون يې په سیمه کې د ناامنۍ یو لامل وګاڼه.

ښاغلي صالحي وویل، په افغانستان د امریکا پوځي اډې د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی، خو ښاغلي صالحي په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو افغان هغو ته د امنیت د لیږد د بهیر ملاتړ وکړ.

د اسیا زړه هیوادونو کنفرانس ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل، هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول مرسته وکړي.

اغلې کهر وویل، سیمه ییزه ګډه همکاري کولای شي، د ترهګرۍ او مخدره توکو پرضد مبارزه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان سوله او ثبات نه یوازې د سیمې هیوادونو لپاره، بلکې دهغې په وینا د نړۍ امنیت لپاره ګټور دی.

د کنفرانس نژدې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د استانبول د پروسې، چې نژدې اووه میاشتې وړاندې پیل شوې، ملاتړ کاوه او هغه یې د سیمې د ثبات لپاره ګټوره بلله.

ټاکل شوې دغه یو ورځنی کنفرانس د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیږي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نژدې ۴۰ هېوادونو او نادولتي ټولنو د استازو په ګډون د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس جوړ شوی.

په دغه کنفرانس کې د ګاونډيو او د سيمې د هېوادو ترڅنګ د امريکا، روسيې، جرمني، فرانسې او اسټراليا د بهرنيو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړی دی.

د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

ورته مطالب