د "اسیا زړه هېوادو" کنفرانس د طالبانو د پخلاينې ملاتړ وکړ

د انځور حقوق Arg
Image caption په کابل کې جوړ شوي د "اسيا زړه هېوادو" کنفرانس ته د ۴۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ورغلي دي.

د کابل په سيمه ييز کنفرانس کې له ۴۰ د زياتو هېوادو او نړيوالو سازمانونو استازو په افغانستان کې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد او د حکومت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې د هڅو ملاتړ وکړ.

د کنفرانس نژدې ټولو ګډونوالو د ترهګرۍ او نشه يي توکو پرضد مبارزې ټينګار وکړ او په دې برخه کې هر يوه له خپله لوري ملاتړ اعلان کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي د "اسيا زړه هېوادو" کنفرانس له برخه والو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو په موخه د افغانستان ملاتړ وکړي.

ولسمشر کرزي د دوی له منځه په ځانګړي ډول د سعودي عربستان او پاکستان يادونه وکړه او له دواړو هېوادو يې وغوښتل چې په دې تړاو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

حامد کرزي دغه راز وويل افغانستان اوس په دې توانېدلی چې د نړۍ، سيمې او ګاونډيو هېوادو سره د اړيکو په برخه کې انډول رامنځته کړي او له ټولو سره يو خېل اړيکې ولري.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چې له افغانستان سره يې په ګډه د اسيا زړه هېوادو کنفرانس کوربه توب کاوه وويل د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې ګډه مبارزه يې د خپل هېواد د بهرني سياست يوه برخه ده.

ده زياته کړه تر هغه چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي، په سيمه کې به هم نيکمرغي او هوساينه نه وي.

ستراتيژيک تړون

د "اسيا زړه هیوادو " کنفرانس چې افغانستان يې کوربه دی، افغان ولسمشر حامد کرزي پرانیست او دا يې دسیمې هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او د باور ټینګولو لپاره ښه چانس وباله.

غونډې ته دایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي د افغانستان او امریکا ترمنځ پر ستراتیژیک تړون یو ځل بیا انديښنه وښووده او دغه تړون يې په سیمه کې د ناامنۍ یو لامل وګاڼه.

ښاغلي صالحي وویل، په افغانستان د امریکا پوځي اډې د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی، خو ښاغلي صالحي په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو افغان هغو ته د امنیت د لیږد د بهیر ملاتړ وکړ.

د اسیا زړه هیوادونو کنفرانس ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل، هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول مرسته وکړي.

اغلې کهر وویل، سیمه ییزه ګډه همکاري کولای شي، د ترهګرۍ او مخدره توکو پرضد مبارزه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان سوله او ثبات نه یوازې د سیمې هیوادونو لپاره، بلکې دهغې په وینا د نړۍ امنیت لپاره ګټور دی.

د کنفرانس نژدې ټولو ګډونوالو په یوه خوله د استانبول د پروسې، چې نژدې اووه میاشتې وړاندې پیل شوې، ملاتړ کاوه او هغه یې د سیمې د ثبات لپاره ګټوره بلله.

ټاکل شوې دغه یو ورځنی کنفرانس د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیږي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نژدې ۴۰ هېوادونو او نادولتي ټولنو د استازو په ګډون د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس جوړ شوی.

په دغه کنفرانس کې د ګاونډيو او د سيمې د هېوادو ترڅنګ د امريکا، روسيې، جرمني، فرانسې او اسټراليا د بهرنيو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړی دی.

د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

ورته مطالب