افغانستان او ترکیه د همکاریو سند لاسلیکوي

د ترکيې بيرغ
Image caption ترکيې په افغانستان کې د خپلو ولايتي بيا رغاونکو ډلو په اړه د کابل له خوښې سره سمه پريکړه وکړه

افغانستان او ترکیه غواړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لاپراختیا په موخه، د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو یو سند لاسلیک کړي.

د افغانستان او ترکیې تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند په اړه ولسمشر کرزي د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره خبرې وکړې او دواړو غاړو ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه دې نوموړی سند د ملګرو ملتونو له عمومي ناستې څخه مخکې چې د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې جوړېږي، لاسلیک ته چمتو کړي.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د دغه هېواد د بیارغونې د ټیمونو په اړه چې په وردګو او جوزجان ولایتونو کې فعالیت کوي وویل چې د افغانستان د حکومت هغې پرېکړې ته په احترام سره چې د بیارغونې ټیمونه یې له حکومت سره موازي ادارې بللي دی، ترکیه غواړي خپل د بیارغونې ټیمونه منحل او تعمیرونه یې د افغانستان حکومت ته وسپاري.

دغه راز د ترکيې د بهرنيو چارو وزير له خولې افغان چارواکو خبر ورکړ چې د ترکیې حکومت به له افغانستان سره د خپلو اړیکو په چوکاټ کې د افغانستان په دوو لویو ولایتونو کې قونسلګرۍ پرانیزي.

افغان غاړې له ترکيې سره په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په اړه هم نظرونه شریک کړل، افغان لوري ټینګار وکړ چې په دې برخه کې دې ترکیه لا ډېره ونډه واخلي.

افغانستان واردمخه له متحدو ايالاتو، برتانيا، فرانسې، چين، هند او يو شمير نورو هيوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي او يا يې هم د لاسليکولو په درشل کې دى.

ورته مطالب