'د پولیسو ګاډي د شخصي موخو لپاره مه کاروﺉ'

د انځور حقوق
Image caption کابل ښار کې ځینې وخت د پولیسو له ګاډو شخصي ګټه اخیستل کېږي.

ددغه وزارت په وینا، یوازې د روان کال د لومړیو درو پرمهال د هېواد په درو سترو ښارونو کې تر ۵۰ ډېرې هغه ترافیکی پېښې ثبت شوې، چې عاملین یې پولیس وو.

د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د ګاډو په تېره بیا د پولیسو د ګاډو تېز تګ ځینې وخت د مرګونو ترافیکي پېښو لامل کېږي.

یو ښاري وايي: ''څه وخت مخکې د پولیسو یو رنجر راغی او زما کرولا یې ووهله، او هېڅ ونه درېد همداسې په سرعت کې ولاړ. ما چیغه پسې وکړه، ورغلم، په غصه هم دوی وو. کابل کې له پولیسو سره هېڅوک خبره نه شي کولی.''

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، هر هغه پولیس یا د پولیسو له ګاډو ناوړه ګټي اخیستونکي چې ترافيکي قوانین نه مراعاتوي، جدي چلند به ورسره وشي.

ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، سرغړوونکي کسان به نغدي جریمه کېږي او ان کېدای شي له دندې هم وشړل شي:

''له دوی سره به جدي چلند وشي، کله چې دوی دا ژمنه وکړه چې ناوړه ګټه به نه ترې اخلي، دوی ته به ګاډي بېرته ورکړل شي. که چېرې یې سرغړونه او یا نه پاملرنه وي، کېدای شي چې متخلفین له دندو ګوښه کړای شي.''

ښاغلی صدیقي زیاتوي، په وزارت کې د ښاري انضباط قطعه جوړېدونکې ده، او د پولیسو د سرغړونو لپاره یوه ډله جوړه شوې ده.