کابل: د ډيلي له غونډې د پانگونې هيله لرو

د انځور حقوق AP

ټاکل شوې، تر راتلونکو دوو اونیو د هندوستان پلازمینه، نوی ډیلی په افغانستان کې د پانګونې د هڅو او پراختیا په موخه د یوې غونډې کوربه وي.

افغان چارواکي وايي، په دغه غونډه کې به، چې د هندوستان د دولت په نوښت جوړیږي، نړیوالو پانګوالو ته په افغانستان کې د کرنې، مخابراتو او د کانو په برخو کې د پانګونې په موخه معلومات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د هند، افغانستان او امریکا ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو د طرحې هرکلی وکړ.

په افغانستان کې د پانګونې د هڅونې په غونډه کې، چې ټاکل شوې، د جون په ۲۸ د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې جوړه شي، له هندي پانګوالو سر بېره به د بېلا بېلو هېوادونو پانګوال او سوداګر برخه اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، په دغه غونډه کې به د بهرنیو چارو، کانو، کرنې، سوداګرۍ او د کلیو او پراختیا وزیران هم برخه ولري.

افغان حکومت هڅه کوي په دغه غونډه کې نړیوال پانګوال او سوداګر وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې یوه بله درې اړخیزه غونډه، چې طرحه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزرات جوړه کړې، هم جوړه شي.

ښاغلی موسی زی وايي، په دغه غونډه کې چې افغانستان، هند او امریکا به په کې برخه لري، تر ډیره به یې بحث پر سیاسي سلا مشورو ور څرخیږي.

"زموږ په باورد درې اړخیزو همکاریو چوکاټ جوړول او همدا راز درې اړخیزې سیاسي مشورې، یوه طبيعي خبره ده. په اصولو کې د دغه نوښت هرکلی کوو او زموږ په باور د متحده ایالتونو، هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو ډ ېرېدل، یوازې او یوازې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت په ګټه دی"

د افغانستان، هند او امریکا ترمنځ د درې اړخیزې غونډې وړاندیز په داسې حال کې کیږي، چې له دوو کلونو راهیسې افغانستان د پاکستان او امریکا ترمنځ د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې په پرله پسې توګه درې اړخیزې غونډې درلودې.

خو دا به لومړی ځل وي، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د پاکستان تر ټول سخت سیال، هند د افغانستان او امریکا ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړوي.

ورته مطالب