'د عدلیې وزیر دې له ښځو بښنه وغواړي'

ښځې د انځور حقوق
Image caption اوسمهال په ټول افغانستان کې نژدې ۱۴ امن کورونه د هغو ښځو لپاره چې سرسیوری نه لري، جوړ شوي دي.

په افغانستان د ښځو د حقونو مدافع ټولنو وروسته له هغې غبرګون وښود، چې د افغانستان عدلیې وزیر حبیب الله غالب د ښځو او ماشومانو په تړوا یو کنفرانس کې د ښځو لپاره پر جوړو شوو امن کورونو نیوکې وکړې.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب په تېره یکشنبه (جون ۱۷) ویلي وو، چې امن کورونه د اسلامي کلتور خلاف دي او د ده په وینا ښځې له کورني چوکاټه وباسي.

خو د افغان ښځو شبکه او د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، که د عدلیې وزارت په امن کورونو کې د اخلاقي فساد په اړه کره اسناد نه لري، باید بښنه وغواړي.

ښاغلي غالب ویلي وه، چې دغه کورونه د اسلامي کلتور خلاف دي او ښځو ته له کورونو د تېښتې موقع برابروي.

خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د افغان ښځو شبکې د عدلیې وزارت دغه تورونه بې ځایه وبلل او وايي، که د عدلیې وزیر په امن کورونو کې د اخلاقي فساد په اړه کره اسناد وړاندې نه کړي، باید د دوی په وینا له افغان ښځو بښنه وغواړي.

اصیله وردګ د افغان ښځو شبکې یوه غړې ده:

''د عدلیې محترم وزیر باید له ټولو افغان ښځو نه بښنه وغواړي. ځکه پرون هغه نه یوازې پر امن کورونو تور پورې کړ، بلکې دا یې هم وویل، چې کومې مېرمنې چې د عامه پوهاوي پروګرامونه مخته وړي، هڅه کوي ښځې له کورونو نه تېښتې ته هڅوي. له بده دغه تورونه یې هڅې هوايي لګولي دي.''

په افغانستان د ښځو مدافع ټولنې وايي، د امن کورونو د څارنې لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ شوی، چې د عدلیې وزارت په ګډون یې ګڼ شمېر نور وزارتونه هم غړیتوب لري.

وايي دغه کمیسیون همدغه یوه میاشت وړاندې پر امن کورونو خپله څارنه بشپړه کړې او د اخلاقي او یا هم د کوم بل ډول فساد په اړه یې هېڅ موارد نه دي موندلي.

د ښځو لپاره امن کورونه له ۲۰۰۳ کال راهیسې جوړ شوي، چې اوسمهال یې په ټول افغانستان کې شمېر ۱۴ ته رسېږي او شاوخوا ۲۵۰ ښځې او نجونې په کې ساتل کېږي.

چارواکي وايي، په دغه کورونو کې هغه ښځې ساتل کېږي، چې سرسیوری نه لري، یا جنسي تېري پرې شوي وي، یا تښتول شوي او یا خپل خپلوان ونه لري.

ورته مطالب