افغانستان 'د نړۍ لسو ناکامو حکومتونو' په کتار کې راغلی

Image caption په راپور کې راغلي، ډېرو امنیتي ننګونو ته په کتو سره، افغانستان د نړۍ له ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

د نړۍ د '۲۰۱۲ کال د ناکامو هېوادونو' لېست کې افغانستان شپږم هېواد بلل شوی دی.

دغه راپور چې د 'سولې د صندوق او بهرني سیاست مجلې' له لوري خپور شوی، وايي چې حکومت ولیو ته په په کتو یې خپل راپور چمتو کړی دی.

دوی وايي، چې د حکومتونو خدمتونو، د خلکو رضایت، او د هېوادونو عمومي وضعیت او عامه خدمتونه یې په راپور کې خپل معیار ګرځولی دی.

افغانستان په تېرو څو کالو کې ډېر ځلې ددغه لېست په لومړي سر کې راغلی، چې همدا تېر کال ددغه لېست اووم هېواد و.

د سږني کال په لیست کې سومالیا، د پنځم پرله پسې ځل لپاره د نړۍ لومړی نمبر ناکام هېواد راغلی دی.

کانګو، سودان، چاد او زمبابوې بیا تر سومالیا وروسته ناکام حکومتونه ګڼل شوي.

په راپور کې راغلي، ډېرو امنیتي ننګونو ته په کتو سره، افغانستان د نړۍ له ډېرو خطرناکو هېوادونو څخه دی.

ددغه راپور یو لیکوال فلیپ اومانا وايي ''د افغانستان مرکزي حکومت د نشه يي توکو د ګڼو مافیايي ډلو او اورپکو تر فشار لاندې دی. دغه ننګونې د حکومت ثبات او ټینګښت ګواښي.''

په راپور کې دا هم راغلي چې عمومي خدمتونه او اقتصادي پرمختیا یوازې د ښارونو پر مرکزونو پورې محدوده شوې ده کليوالې سیمې لاهم هماغسې بې چاره پاتې دي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې په پام کې ده د ۲۰۱۳ کال تر نیمايي پورې د هېواد ټول امنیتي مسؤولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

او د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ټول بهرني جنګېدونکي ځواکونه وځي.

ورته مطالب