کرزی: د بهرنیانو خپلسري عملیات پر هېواد د تېري مانا لري

حامد کرزی
Image caption د ولسي مرګ ژوبلې پر سر د ناټو او افغان حکومت ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي په هېواد کې د نړیوالو ځواکونو هغه خپلسري عملیات چې ولسي خلک په کې وژل کېږي، پر دې هېواد د تېري په مانا دي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې لوګر ولایت کې د ناټو بمبارۍ کې د ۱۸ ولسي وګړو تر وژل کېدا څلور ورځې وروسته کړې دي.

حامد کرزي دغه خبرې د ولسي وګړو د وژنې له پلټونکې ډلې سره په یوه ځانګړې ناسته کې کړې دي.

په دې ناسته کې د دفاع او کورنیو چارو افغان وزیرانو او د ملي امنیت د رییس په ګډون د وژل شوو د کورنیو غړي هم موجود وو.

پلټونکې ډلې له برید څلور ورځې وروسته خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې ناټو ځواکونو له افغان ځواکونو سره له هر راز همغږۍ پرته پر ولسي خلکو بمباري کړې ده.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي ویلي په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې که دا ډول خپلسري عملیات دوام ومومي، دا به پر افغان خاوره د تېري مانا ولري.

ښاغلي فیضي وویل، پرېکړه وشوه چې "د افغانستان حکومت یوځل بیا د امریکا له متحده ایالتونو غواړي چې د ولسي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي او خپلسري عملیات ونه کړي. تر دې وروسته که چېرې دا ډول بمباریو او په کې ولسي مرګ ژوبلې دوام وکړ، د افغانستان پر خاوره د تېري په سترګه به ورته کتل کېږي."

د تړون خلاف

نوموړي داراز وویل، چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو خپلسري عملیات د واشنګټن او کابل ترمنځ د ستراتیژيک تړون خلاف کار دی.

په دغه تړون کې د ولسي وګړو ساتنې او د بهرنیو ځواکونو یو اړخیزه عملیاتو د بندېدلو ټینګار شوی دی.

په تېره جمعه د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن لوګر ته تللی و او د قربانیانو له کورنیو او سیمه ییزو مشرانو یې بښنه وغوښته.

خو د قربانیانو کورنیو ټینګار کاوه چې یوازې بښنه بس نه ده، او د پېښې عاملین باید محاکمه شي.

ښاغلي الن ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به دا ډول پېښې نه تکرارېږي او مخه به یې ونیوله شي.

په تېر کې هم د شپنیو عملیاتو پر سر د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي او څو- څو ځلې حامد کرزي ددا ډول عملیاتو د بندېدو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب