بشري حقونه د افغان ماشومانو قاچاق اندېښمن کړي

د انځور حقوق Getty
Image caption ډيری ماشومان د اقتصادي انګیزې په اساس په ځانګړې توګه ایران ته لېږدول کېږی

په لویدیځ ولایت هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي اطلاعات یې ښیی چې له افغانستانه بهر ته د ماشومانو د قاچاق لړی په سیستماتیک ډول روانه ده.

دغه کمیسیون وایي ډيری ماشومان د اقتصادي انګیزې په اساس په ځانګړې توګه ایران ته لېږدول کېږی.

په هرات کې د نوموړي دفتر مشر سید عبدالقادر رحیمي دغه څرګندونې د بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي.

زموږ همکار محمد قاضی زاده د مرکې په سرکې په دې اړه د دغه کمیسیون د تحقیقاتو د جزئیاتو په هکله پوښتلي.

ځواب: کله چی یو ماشوم د اقتصادي ګټه اخستنې او یا په نورو برخو کې د ګټی اخستنې په موخه له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته لېږدول کېږی دا د ماشومانو قاچاق بلل کېږی. له همدې تعریف پر بنسټ له بده مرغه د هغو اطلاعاتو له مخې چی موږ یی لرو په افغانستان کې د ماشومانو قاچاق په سیستماتیک ډول شتون لری.

پوښتنه: تاسو د کومو سرچینو څخه دغه اطلاعات ترلاسه کړي، په دې برخه کې څه ډول شواهد او اسناد لرئ؟

ځواب: موږ د ایران سره پر ګډه پوله د هرات په اسلام قلا کې او د نیمروز پر پوله د نظارت دوه پوستی لرو. موږ د ډیری هغو ماشومانو سره چی بیرته له ایرانه راشړل کېږی مرکې کوو او دا مرکې مو ښیی چی دا ماشومان چی له ایرانه راشړل شوي له افغانستانه ایران ته قاچاق شوي یعنې زموږ سرچینی خپله ماشومان دی چی د ماشومانو د قاچاق د پېښو قربانیان دي.

پوښتنه: تاسو وایې چې ماشومانو خپله کېسه کړې او ویلي یې دي چې دوی په قاچاقي توګه وړل شوي؟

ځواب: دوی هيڅکله خپله د قاچاق خبره نه کوي. دوی وایي موږ ایران ته وړل شوي یوو یا موږ پیسې ورکړي چې موږ ایران ته بوځې. خو کله چی د ماشومانو د قاچاق تعریف ته کتنه وکړې نو په دې پوهېږۍ چې دا ماشومان له دوی څخه د اقتصادي ګټې اخستنې په موخه ایران ته وړل شوي دي.

پوښتنه: دقیقې شمېری لرئ؟ د څومره کسانو سره تاسو مرکې کړي او فکر کوی څومره ماشومان به هر کال په قاچاقي توګه له افغانستان ایستل کېږي؟

ځواب: زه په دقیقه توګه شمېرې همدا شېبه نه لرم خو ګمان کوم چی هر کال په زرګونه ماشومان بیرته له ایرانه راشړل شوي چې په دې شمېر کې موږ د څلور سوو تنو سره هر کال مرکې کوو او دوی په دې اړه خپلې کېسې کوي.

پوښتنه: دا ماشومان ډيری د افغانستان د لویدیځ او سویل لویدیځ ولایتونو د لارې ایران ته لېږدول کېږی. دا د افغانستان د کومو سیمو اوسیدونکې دی او ډيری څو کلن ماشومان تاسو لیدلی چی په قاچاقی توګه ایران ته لیږدول شوي وو؟

Image caption د مرکو له مخې دا ماشومان د افغانستان د بیلابیلو سیمو اوسیدونکې دي

ځواب: د هغو مرکو له مخې چی موږ ترسره کړي دا ماشومان د افغانستان د بیلابیلو سیمو اوسیدونکې دي. د افغانستان د بدخشان، فاریاب، مزارشریف، قندوز، غزني او بامیانو اوسیدونکي دي چی قاچاق وړونکې ورغلی او د ماشومانو د پلار او مور څخه یی اجازه اخستې. د یوه ولایت څخه یی یوشمیر ماشومان بیولي بل ولایت ته او د هغی ولایت څخه یی هم یوشمیر ماشومان ټول کړی دوی یی بیا بل ولایت ته لیږدولی او بیا یی یوه ګروپ تنظیم کړی بیا یی دوی د سویلی پولو د نیمورز او کندهار څخه پاکستان ته او یا له نیمروز فراه او هرات د لاری ایران ته لیږدولی پدی موخه چی دوی هلته کار وکړی او د قاچاق وړونکې پيسی هم ورکړی.

پوښتنه: آیا له دی ماشومانو څخه یوازی د کار لپاره ګټه اخستل کېږی او یا د ناوړه ګټه اخستنی نوری بیلګی هم تاسو ثبت کړی؟

ځواب: ډيری هغو ماشومانو چی موږ ورسره مرکې کړي ویلي چې دوی د کار په موخه ایران ته تللي یا ایران ته لېږدول شوي. ډیری ماشومانو ویلي چې قاچاق وړونکې کورته ورغلي او د دوی کورنۍ ته یې ژمنه کړې چی ستاسو ماشوم ایران ته رسوو اوس پيسې نغواړو کله چی ایران ته ولاړ او کار یی وکړ نو بیا به د لیږدولو د لګښت پيسې راکړئ.

پوښتنه: آیا د نشه یی توکو د قاچاق لپاره هم له دی ماشومانو څخه کار اخستل شوی او یا پر ماشومانو د جنسی تیری پيښي هم ثبت شوي؟

ځواب: فکر کوم چی په دې موده کې موږ یوازې د جنسي تیري یوه پېښه ثبت کړی خو ډیری داسی کسان چی ایران ته د لیږدولو پر مهال هلته نیول شوی وایي لومړی له دوی څخه ایرانی مامورینو دا پوښتنه کړی چی تاسو قاچاق وړونکې یاست او نشه یی توکې باید څرګند کړی. دوی وایي کله چی نیول شوي د نشه یی توکو په قاچاق تورن شوي خو دوی انکار کړی او ویلي یې دی چی قاچاق وړونکې نه دي. له دې نه داسی ښکاري چې د دې ماشومانو لیږدونکي به ښایي د نشه یی توکو قاچاق وړونکي هم وی.

ورته مطالب