'نشه يي توکو کې ښکېل چارواکي په نښه او ونیسئ'

خلیلي د انځور حقوق AFP
Image caption افغان چارواکي دا هم وايي چې د مخدره موادو سوداګري د مخالفو وسله والو لپاره یوه ښه عایداتي سرچینه ده.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال له امنیتي ځواکونو وغوښتل، هغه لوړپوړي افغان چارواکي چې د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار کې ښکېل دي په ګوته کړي، ویې نیسي او محکمې ته دې راکاږي.

افغانستان نن د چهارشنبې په ورځ له مخدره موادو سره د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځله، هغه هېواد چې له یوه پلوه د جګړې په اور کې سوځي او له بل پلوه په نړۍ د مخدره توکو ستر تولیدونکی هېواد بلل کیږي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان د نړۍ تر نوي سلنې ډېر مخدره توکي تولیدوي. کندهار، هلمند، نیمروز، اروزګان، زابل او بادغیس د کوکنارو د کرکیلې اصلي سیمې بلل کېږي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په وینا پنځه نوي سلنه کوکنار په همدې ولایتونو کې تولیدیږي.

پر مخالفو وسله والو او ځینو لوړپوړو افغان چارواکو تور دی چې د مخدره موادو له کاروباره دېر عاید خپلو جیبونو ته کوي.

افغان حکومت وايي ددې هېواد اقتصاد مخ په ککړېدو او مافیايي کېدو دی او که په هېواد کې د مخدره موادو د تولید او قاچاق مخه ونه نیول شي نو له یو سخت بحران سره به مخ شي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په وینا د مخدره موادو قاچاق کوونکي که په حکومت او یا هم له حکومت بهر وي باید وپېژندل شي او محکمې ته وړاندې شي:

''ځینې وختونه ویل کیږي چې چارواکي په دغو قضیو کې ښکېل دي، باید روښانه شي چې ولې موږ په ټولیزه توګه دا خبر کوو، موږ هغه مهال کولای شو چې له دغې پدیدې سره څرګنده مبارزه وکړو، چې امنیتي ځواکونه اصلي مهرې په نښه کړي او په هر ځای کې چې وي اړوندو ادارو ته یې وروپېژني.''

ښاغلي خلیلی زیاته کړه په تېرو خو کلونو کې ډېر لږ لیدل شوي چې حکومت د مخدره موادو د قاچاق کوونکو په پېژندلو او محاکمې لپاره کوم ګام پورته کړی وي:

''په تېرو کلونو کې د افغانستان خلکو ډېر لږ لیدلي چې امنیتي ځواکونو دې د مخدره موادو د کاروبار مخکښ کسان او اصلي مهرې پېژندل شوي، نیول شوي او د عدلي او قضايي ادارو له خوا په جدي توګه محاکمه او سزا ورته ورکول شوې وي.''

په افغانستان کې د مخدره موادو د لوړ تولید ترڅنګ دا مهال په دې هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر هم نژدې یو میلیون ته رسیږي.

د افغانستان د روغتیا وزیره ثریا دلیل:

''هغه څېړنې چې دوه کاله وړاندې د یو این او ډي سي موسسې او روغتیا وزرات ترسره کړې معلومه شوه چې په ټول افغانستان کې نهه سوه او څلوېښت زره کسان مخدره مواد کاروي.

له دې ډلې ۲۳۰ زره تنه یې هیرویین کاروي، چې په بېلابېلو بڼو کار ترې اخلي.''

بې روزګاره

د افغان حکومت د شمېر له مخې په افغانستان کې تر نهو میلیونو ډېر خلک د بې وزلۍ تر کچې لاندې عمر کوي او دغه راز څلور میلیونه کسان بې روزګاره دي.

ډیری افغانان باوري دي روان اقتصادي بحران ته په کتو سره ستونزمنه ده چې افغان حکومت دې وکولای شي د مخدره موادو له پراخېدونکي بحران سره مقابله وکړي.

افغان حکومت وايي په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

ورته مطالب