یونما د امن کورونو ننګه وکړه

Image caption د ښځو د حقونو فعالان وايي د امن کورونه د هغو ښځو او نجونو لپاره ډاډمن ځای دی چې له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یوناما په دې هېواد کې د مېرمنو او نجونو لپاره د امن کورونو له فعالیتونو په کلکه ننګه وکړه او وايي چې دغه مرکزونه په ځانګړې توګه په هېواد کې دننه د تاوتریخوالي قربانیانو او بې وزله نجونو لپاره د امن یو ځای دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د عدلیې وزرات ویلي وو د امن کورونه په فساد ککړ دي او ښځې بې لارۍ ته باسي، چې د هغه دا څرګندونې د ښځو د حقونو له سخت او قهرجن غبرګون سره مخامخ شوې.

یوناما دغه مرکزونه په قانوني چوکاټ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ډېر اړین او مهم بولي.

که څه هم د یوناما په اعلامیه کې د افغانستان د عدلیې وزیر څرګندونو ته کومه اشاره نه ده شوې، خو وايي چې حکومت، په ځانګړې توګه عدلي بنسټونه باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ښځو د جنسي ځورونو مخه ونیسي.

د یوناما یو ویاند نظیف الله سالارزی وايي له تېر کال راهیسې یې د ښځو چارو له وزارت سره نژدې اړیکې لرلي چې دغه چارې د مدني او ښځو ټولنو او نړیوالې ټولنې په همغږۍ د ښځو د خوندیتوب په موخه ترسره شوي دي.

خو تر اوسه د مېرمنو لپاره په دغو خوندي ځایونو کې د اخلاقي فساد په تړاو هیڅ راز راپور نه دی ورکول شوی.

دغه غبرګونونه هغه وخت را وپارېدل چې د افغانستان د عدلیې وزیر حبیب الله غالب تېره اوونۍ د ښځو د امن کورونو په تړاو ځینې څرګندونې وکړې.

ښاغلي غالب دغه مېنې د فساد ځایونه وبلل او ویلي یې وو چې په ۱۳۸۸ کال کې په دغو مرکزونو کې د اخلاقي فساد په تړاو سندونه ترلاسه شوي دي.

خو د ښځو د حقونو فعالانې چې دغو څرګندونو سخت په غصه کړي وايي د عدلیې وزیر، ښاغلي غالب ترې بښنه غوښتې ده.

اوس مهال د افغانستان په پلازمېنې کابل او یو شمېر ولایتونو کې څوارلس د امن خونې شته چې د ښځینه حقونو د فعالانو په وینا د هغو ښځو او نجونو لپاره ډاډمن ځای دی چې له تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي او له خپلو کورونو تېښته کوي.

ورته مطالب