کرزي له امريکا پخوانى افغان چارواکى وغوښت

Image caption نوموړي د افغان ځواکونو په پېاوړتیا یوځل بیا ټینګار وکړ.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، له دې وروسته به مصلحت غوښتونکی نه وي او له درې ګونو قواوو يي د فساد په له منځه وړلو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي، چې د افغانستان د درې ګونو قواوو په ځانګړې غونډه کې خبرې کولې، هڅه وکړه، چې د نظام په ښه والي او د سمونونو په راوستو کې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

افغان ولسمشرله مرسته کوونکو هېوادونو، په ځانګړې توګه امریکا وغوښتل، چې لوړ پوړو چارواکو او د هغوی خپلوانو ته د تړونونو له ورکولو ډه ډه وکړي.

د افغانستان په ملي شورا کې د درې ګونو قواوو ځانګړې غونډه په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان بې سارې وه.

ولسمشر حامد کرزی، چې تل د مصلحت غوښتونکي په نوم تورن شوی، اوس وايي، بدل شوی او له دې وروسته به مصحلت غوښتونکی نه وي.

ښاغلي کرزي په دې اړه ډېر جزييات ورنه کړل، خو زیاته يي کړه، چې لا هم په افغانستان کې ستونزې پر خپل ځای دي.

نوموړی وايي، د واکمن دولت د جوړولو لپاره باید قومي، ډله ييز او سیاسي پلوي په پام کې ونه نیول شي.

ده له ګډونکوالو وغوښتل، چې د دغو پلوي غوښتنو او د فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي کرزي ټينګار وکړ، چې له ۲۰۱۴ زېږديز کاله وروسته د امنیتي مسوولیتونو اخیستل، د افغان دولت کار دی او هر ډول ستونزه چې راپورته کیږي، باید د ده په وینا د افغان دولت په غاړه وي.

نوموړي د افغان ځواکونو په پېاوړتیا یوځل بیا ټینګار وکړ.

په دغه غونډه کې ولسمشر حامد کرزي ظاهراً هڅه کوله، چې د فساد د له منځه وړلو او د واکمن حکومت په جوړولو کې د درې ګونو قواوو ملاتړ ترلاسه کړي.

ښاغلي کرزي وویل، په نظام کې له دومره پرمختګ سره سره لا هم ستونزې پر خپل ځای پاتې دي. هغه ستونزې، چې د ده په وینا د له منځه وړلو لپاره يي باید قرباني ورکړل شي.

نوموړي همداراز له نړیوالې ټولنې په ځانګړي له امریکا غوښتنه وکړه، چې د فساد د له منځه وړلو لپاره دې د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو او د هغوی خپل- خپلوانو ته د ساختماني پروژو د تړونونه له ورکولو ډه ډه وکړي.

ښاغلي کرزي همداراز له امریکا وغوښتل، چې د کابل بانک پخوانی مشر عبدالقدیر فطرت، چې د دغه بانک د مالي رسوايۍ له امله امریکا ته تښتېدلی، بېرته افغانستان ته ستون کړي.

د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ډېروالی، بهرنۍ لاسوهنې او د رسنیو آزادي په دغه ځانګړې غونډه کې د ولسمشر حامد کرزي له نورو مهمو څرګندونو وې.

نوموړی وايي، هره ورځ په منځني ډول شا وخوا ۲۰ تنه امنیتی ځواکونه په افغانستان کې د تاوتریخوالو له امله وژل کیږي، خو له امنیتي چارواکو په ځانګړي ډول دفاع او کورنیو چارو وزیرانو یې وغوښتل ، چې د هغوی کورنيو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې ملي شورا، ولسمشر حامد کرزي ته یوه طرحه هم وړاندې کړې وای، خو په طرحه کې د مشرانو جرګې د نظریاتو د نشتوالي له امله وړاندې نه شوه او بل وخت ته و ځنډول شوه.

ورته مطالب