د افغان ځوکونو ٪۸۵ روزنه خپله د افغانانو پرغاړه ده

افغان ځواکونه
Image caption اوس د پولیسو په ګډون د افغان ځواکونو شمېر نژدې درې سوه زرو ته رسېږي.

د افغان ځواکونو لپاره د ناټو د روزونکي ماموریت چارواکي وايي، اوسمهال نژدې ۸۵ سلنه د افغان ځواکونو روزنه خپله د افغان ښوونکو له خوا مخ ته وړل کیږي.

د افغان ځواکونو لپاره د ناټو د روزونکي ماموریت مشر ډګرمن ټیم سټافر وايي، د ناټو روزونکي یواځې دڅارنې او سلا ورکونکې مامویت په غاړه لري او د زده کړو چارې خپله افغان روزونکي مخ ته وړي.

په افغانستان کې اوسمهال د ناټو نژدې شپږ زره روزونکي شته، خو د افغان ځواکونو لپاره د ناټو د روزونکي ماموریت چارواکي وايي، دغه روزونکي یواځې د څارنې او سلا مشورو دندې مخ ته وړي او د روزنې نورې عملي چارې خپله افغان ښوونکي مخ ته بیایي.

په افغانستان کې د ناټو د روزونکي ماموریت مشر ډګرمن ټیم سټا فر وايي، افغان پوځي ښوونکي اوس د دې وړتیا لري، چې د خپل هېواد د ملي پوځ او ملي پولیسو سرتیري وروزي.

ښاغلي سټافر بي بي سي ته وویل، اوسمهال د ځواکونو د روزنې ۸۵ سلنه چارې خپله افغانان مخ ته وړي:

''د ځواکونو د روزنې ۸۵ سلنه چارې د افغانانوله خوا مخ ته وړل کیږي. په دې مانا چې د ناټو روزونکي یواځې د څآرونکو او یاهم د سلاکارانو په ډول هلته حضور لري.

Image caption ټاکل شوې، تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د ناټو له خوا دافغان ځواکونو د روزنې ماموریت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپارل شي.

افغان ښوونکي اوسمهال خپل ځواکونو خپله روزي. نو زه په دې کې هیڅ شک نه وینم، چې دوی به دا کار ونه شي کړي.

ځکه افغان ښوونکو ته هغه مهارتونه، چې اړتیا یې شته، ور ښوول شوي دي. اوس دوی وړتیا لري، چې د ځواکونو د زده کړو پروګرامونه مخ ته یوسي''.

ټاکل شوې، تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې کله نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د ناټو له خوا دافغان ځواکونو د روزنې ماموریت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپارل شي.

خو د دې ترڅنګ به بیا هم د ملي پوځ او ملي پولیسو په روزنه سلا مشورې ورکوي.

اوس د پولیسو په ګډون د افغان ځواکونو شمیر نژدې درې سوه زرو ته رسیږي خو نیوکه دا کیږي، چې دغه ځواکوانو په درنو وسلو او پرمختللو الوتکو سمبال نه دي.

ورته مطالب