کرزی وايي اوسنی کانکور سیستم زوړ دی، اصلاح غواړي

کرزی
Image caption حامد کرزي وویل: ''زموږ دښمنان نه غواړي چې افغانان دې لوستي شي.''

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي کابل کې د درو وزارتونو په یوه ګډ سمینار کې لوړو زده کړو ته د بودیجې د ډېرولو ژمنه وکړه.

د پوهنې، لوړو زده کړو کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت په دغه درې ورځني سمینار کې حامد کرزي ژمنه وکړه، چې راتلونکی کال د لوړو زده، په تېره بیا بهرنیو بورسونو لپاره پنځلس میلیون ډالر اختصاص کړي.

حامد کرزي وویل، تېر کال یې بهرنیو هېوادونو کې د لوړو زده کړو لپاره پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي وو، چې دا شمېر به دوه برابر نور ډېر کړي.

هغه د هېواد اوسنی کارېدونکی کانکور سیستم زوړ وباله او د اصلاح غوښتنه یې وکړه.

کرزي وویل، په اوسني کانکور ازموینه کې له ښوونځیو اول نومره فارغان خپل حق نه شي ترلاسه کولی.

حامد کرزي د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته امر وکړ، چې د ښوونځیو تر پنځمې نومرې پورې فارغانو ته له کانکور پرته لوړو زده کړو کې د شاملېدو زمینه برابره کړي.

هغه وویل، چې په دې کار سره له یوه پلوه، لوړ استعدادونه جذبېږي، او له بلې خوا د ذهینو زده کوونکو حقونه نه سلبېږي.

ولسمشر کرزي، د هېواد اوسني تحصیلي بهیر ته په کتو سره وویل، چې په ساینسي مضامینو کې یې هېواد ډېر وروسته پاتې دی.

نوموړي وویل، د طب او انجنیرۍ پوهنځي باید په انګلیسي ژبه شي، چې په وینا یې په دې سره د تحقیق لا ډېره زمینه برابرېدلی او ددغو پوهنځیو لوړې زده کړې پر نړیوالو معیارونو برابرېدلی شي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې د پوهنتون له استادانو سره سلامشورې پیل کړې دي.

ورته مطالب