کونړیانو بیا د والي پرضد لاریون وکړ

Image caption احتجاج کونکو چې شاخوا پنځه ساعته ېې د اسد اباد ـ جلا اباد لويه لار تړلې وه.

د خاص کونړ په سپين جمات سيمه کې، راټولو شوو خلکو پر والي فضل الله وحيدي تور لګاوه چې د حاجيانو په وېش کې ېې نا انډولي کړې، ولسونه ېې سره بېل کړي او د هغو کډوالو غم ېې نه دى خوړلى چې سږ کال د پاکستان له لوري د را توغول شوو مرميو له امله بې کوره شوي.

لاریون کووني وايي تر هغې به غلي نه وي چې والي نه وي لېرې شوى.

دا وار لاريونيانو د حج په پروسه کې د لاس لرلو په پلمه د کونړ پر والي نيوکې کولې او تور ېې لګاوه چې د ولسواليو ترمنځ ېې نا انډولي کړې او د ځينو حق ېې نورو ته ورکړى.

احتجاج کونکو چې شاخوا پنځه ساعته ېې د اسد اباد ـ جلا اباد لويه لار تړلې وه، پر والي سيد فضل الله وحيدي له دې امله هم نيوکې کولې چې د پاکستان نه د را توغول شوو توغنديو پر وړاندې چوپه خوله دى.

د احتجاجيانو يو مشر انجینر ګل اغا حسني همدا راز ښاغلى وحيدي د خلکو تر منځ پر بېل والي تورناوه او ويل ېې د را کډه شوو خلکو سره د مرستې هيڅ غم ېې نه دى خوړلى.

"دې ظالم د ولايتي شورا په منځ کې درځ پيدا کړی. د دې پر ځاى چې هغه د ولايت په اړه فکر وکړي د يو بل د را څملولو په فکر کې دي. دعلمآوو شورا ېې ټوک ټوک کړه. والي صاحب په دې خاطر، د بيت الله شريف په مسايلو کې ګوتې ووهلې چې دا وروڼه قومونه سره په خپلو کې واچوي. يو نيم زر راکټونه په دې کونړ و ورېدل، والي صاحب تا کوم څه وکړل؟ د انګام او ناړۍ نه خلک کډه شوي، د يو مسول په صفت، دې د دې خلکو له محتاجۍ څوک خبر کړل؟"

لاريونيانو ويل تر هغه چې يې حق نه وي ورکړل شوى او يا هم کابل د ولايتي ادارې د مشر تابه د بدلون ډاډ نه وي ورکړى لارو ته به راوځي.

دڅوکۍ ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي کامل:

"دغه موجوده اداره چې زموږ حقوق نه شي غوښتلى. زموږ حق نه شي را کولى. زموږ حقوق نه شي تضمينولى او زموږ حقونو ته احترام نه لري.موږ يې په کونړ کې نوره نه غواړو".

د کونړ والي سيد فضل الله د حج په پروسه کې خپله لاس وهنه رد کړه او وې ويل دا د حج او اوقافو د وزرات پرېکړه ده، نه د واليانو خو مظاهرې ېې د خلکو حق وبللې

"زموږ خلک په هغه برخه کې چې وزارت ورکړی قناعت نه لري. بله خبره دا ده چې وزير صاحب اعلان کړى چې هر څوک اول راشي اول به ځي نو بيا خو سهم له منځه لاړ. او که زما پر ضد هم کوم اواز پورته کوي پورته دې کړي ځکه زه والي يم. دوی نه پوهيږي چې د حج موضوع په والي پورې هيڅ اړه نه لري. مظاهرې د خلکو حق دى".

دا نيوکې چې ګواکې د کونړ چارواکي د پاکستان له لوري د بريدونو په تړاوو غلي دي، والي وحيدي نه مني او وايي تېر کال ېې دا موضوع تر لوړې کچې رسولې وه .خو معترضين دا کال يادوي

"دا نوې خبره نه ده چې د يو چا له خولې نن راوځي چې والي څه نه دي کړي. تېر کال چې دغه بريدونه وشول نو خبره تر ملګرو ملتونو ورسېده. تردې چې افغان ولسمشر پاکستاني ولسمشر سره په ايران او افغانستان کې په دې تړاوو خبرې وکړې تر دې پورته موږ څه کولى شو؟ موږ په دغه ډول نازکو مسايلو کې ديپلوماسي تر هر څه غوره ګڼو او ولسمشر په کې مداخله کړې نو نور څه وکړو؟. تېر کال د بريدونو په تړاوو د افغان چارواکو غبرګون توند ووخو سږ کال په خورا احتياط ګام اخلي".

نننیو مظاهره کوونکو ويل سبا به د کونړ په يوه بله ولسوالۍ نورګل کې داحتجاج په ډول راټوليږي او تر هغه به ېې نه بس کوي چې غږ ېې نه وي اورېدل شوى.

د حج پر پروسه کې د ځينو نورو ولسواليو لکه انګام، غازي اباد او ناړۍ اوسېدونکي هم نيوکې لري او وايي د وزارت له لوري ور بېله شوې برخه نه ده ورکړل شوې.

د دې کال په لومړيو کې د ولايتي شورا ځينو معترضو استازو هم د کونړ د والي ښاغلي وحيدي پر ضد په مرکو اسد اباد کې مظاهرې کړې وې

ورته مطالب