درې میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

افغان ماشومان د انځور حقوق AP
Image caption د پوهنې وزیر وايي په کلیوالیو سیمو کې د هلکانو پرتله نجونې له لومړنیو زده کړو ډېرې بې برخې دي.

د افغانستان د پوهنې وزیر هېواد کې د پوهنیز او تحصیلي نظام د اصلاح په موخه جوړ شوي سمینار کې وویل، چې دا مهال افغانستان کې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

نوموړي ددغه درې ورځني سمینار پر لومړۍ ورځ وویل، له زده کړو د بې برخې ماشومانو ډېری برخه په لیرو کلیوالو سیمو او په تېره بیا ناامنه سیمو کې ده.

ښاغلي وردګ د پوهنیز بهیر پروړاندې ستونزې کتار کړې، او وویل چې شاوخوا ۷۰۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.

هغه وویل، افغانستان کې د هلکانو په پرتله تر ډېره نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د پوهنې وزیر وویل، هڅه یې دا ده چې د هرو ۴۸ زده کوونکو لپاره یو ښوونکی ولري، خو وویل چې لاهم د افغانستان پنځوس سلنه ښوونکي مسلکي زده کړې نه لري.

هغه وویل، د هېواد په کلیوالو سیمو کې د ښځینه ښوونکو نشتوالی د ښوونیز بهیر پروړاندې لوی خنډ دی.

له وخته تېر کانکور سیستم

نوموړي د هېواد د کانکور د ازموینې پر اوسني نظام هم نیوکه وکړه او هغه یې له وخته تېرو باله.

د پوهنې وزیر وویل، د ایجوکېشن فار آل یا (زده کړه د ټولو لپاره) پر بنسټ غواړي له نړیوالو سره تر ۱۳۹۹ کال پورې د افغان حکومت کړې ژمنه پوره کړي.

فاروق وردګ په پای کې له حکومته یو لړ جدي غوښتنې وکړې:

  • تخنیکي او مسلکي زده کړو ته پاملرنه ډېره شي
  • د نیمه عالي زده کړو اسنادو ته دې لازم اعتبار ورکړل شي
  • مختلفو چارو کې دې د نیمه عالي زده کړو معیارونه ساده شي
  • د کانکور او تحصیلي بورسونو وېشلو لړۍ دې اصلاح شي
  • د خصوصي سکتور ونډه دې ډېره شي.

ورته مطالب