د ولسي جرګې پخوانی وکيل په جرم تورن شو

رنجبر
Image caption ښاغلی رنجبر د حق او عدالت د ګوند غړی هم دی.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د ولسي جرګې پخوانی استازی کبیر رنجبر یې د تښتونې او جنسي تېري په تور نیول دی.

پر ښاغلي رنجبر تور دی، چې له ده سبز ولسوالۍ نه یې یوه نجلۍ تښتولې او بیا یې پرې جنسي تری کړی دی.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري بي بي سي ته وویل، دغه نجلۍ ادعا کوي، چې څو میاشتې، د ښاغلي رنجبر په کور کې ساتل شوې او له هغه نه یې یو زوی هم پيدا شوی دی.

کبیر رنجبر د ولسي جرګې پخوانی غړی و او اوس مهال د حکومت د یوه مخالف سیاسي ګوند غړیتوب هم لري.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، ښاغلی رنجبر یې د یوې نجلۍ د تښتونې او پر هغې د جنسي تیري په تور نیولی دی.

د لویې څآرنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري بی بي سي ته وویل، ښاغلی رنجبر وروسته له هغه ونیول شو، چې نجلۍ او د هغې پلار پرې عریضه وکړه.

لویه څارنوالي وايي، د ښاغلي رنجبرد قضیې په اړه یې څیړنې نه دي بشپړې کړي او دوسیه یې روانه ده.

ښاغلي رنجبر پخوا د خلق دیموکراتیک ګوند غړی و او خو څه موده وړاندې د حق او عدالت ګوند، چې د حکومت یوه مخالفه ټلواله ده، غړیتوب ترلاسه کړی و.

د حق او عدالت ګوند وايي، د رسنیو له لارې یې د ښاغلي رنجبر د تورنېدو او بندي کېدو اورېدلي خو وايي، تمه لري چې حکومت او عدلي ارګانونه به د ښاغلي رنجبر له قضیې سره قانوني چلند وکړي، نه سیاسي.

ښاغلی رنجبر تر اوسه په بند کې دی او بي بي سي په دې بریالۍ نه شوه، چې له وکیل او یا هم خپله د ده غبرګون واخلي.

تر اوسه د کبیر رنجبر کورنۍ هم پر هغه د لګول شوو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي رنجبر کله نا کله له رسنیو سره په څرګندونو کې د حکومت پر کړنو نیوکې کولې.

ورته مطالب