د ځوانانو مدني ټولنې خپل شتون اعلان کړ

Image caption د دې ټولنې ټول غړي ځوانان دي.

د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې په پلازمېنه کابل کې خپل شتون اعلان کړ.

دا ټولنه چې ټول غړي یې ځوانان دي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات په تخنیکې مرسته جوړیږي.

د چارواکو په وینا، د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنه به د ولس او حکومت ترمنځ د واټن د کمولو، د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې د ټینګښت په برخه کې کار وکړي.

د افغانستان د ځوانانو ټولنې په پلازمېنه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې لسګونو ځوانانو په کې ګډون کړی و، خپل شتون اعلان کړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانان مرستیال تیمور شاه اسحق زي وویل، دغه ټولنه به د ولس او دولت تر منځ واټن د کمولو، د دیموکراسۍ او ښځو حقونو نه د دفاع او د ښه حکومتوالۍ د تقویې په برخو کې کار وکړي.

ښاغلي اسحق زي وویل دا ټولنه به تر راتلونکي کاله پورې، په څلورو پړاونو کې د افغانستان ټولو برخو ته خپل فعالیت وغزوي.

ټاکل شوې د دې ټولنې غړي په راتلونکو دوو ورځو کې له بېلابېلو دولتي چارواکو سره لیدنې وکړي او د ټاکنو له لارې اداري پلاوی انتخاب کړي.

بل خوا، ټاکل شوې چې تر راتلونکو ۱۰ ورځو پورې د ځوانانو د سولې ملي جرګه په کابل کې جوړه شي.

د دې جرګې ویاند سید نورالحق حیدریار وایي، په دې جرګه کې به ۱۴۰۰ ځوانان له بېلا بېلو ولایتونو نه ګډون وکړي او په مصالحې، اداري فساد او د ځوانان په زدهکړو به خبرې وکړي.

ورته مطالب