د امو سېند د نفتو استخراج عملاً پیل شوی

د انځور حقوق
Image caption ددغو زیرمو د رایستلو چارو تړون د پنځه ویشتو کلونو لپاره د چین د تیلو له ملي شرکت سره شوی دی.

افغان حکومت په لومړي ځل د تېلو د راایستلو چارې پیل کړې. دغه زیرمې چې د افغانستان په شمال کې پرتې دي له اقتصادي پلوه افغان حکومت او خلکو ته ډېر ارزښت لري.

دا مهال افغانستان د تېلو له پلوه پر ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو ډېره تکیه کوي.

د افغان حکومت د شمېرو او اټکلونو له مخې د امو سیند شاوخوا سیمې نژدې اتیا میلیونه بېرله تېل لري.

د کانونو وزرات ویاند جواد عمر وايي د امو سیند سیمې د تېلو په راایستلو سره به افغان حکومت هر کال سلګونه میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

ټاکل شوې چې د امو سیند سیمې تېل د چین د تېلو د ملي شرکت (سي این پي سي) له خوا وایستل شي، چې په فاریاب او سرپل ولایتونو کې پرته ده.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي په سر کې به له دغو زېرمو په ورځ کې پنځه زره بشکې تېل ایستل کېږي چې دا شمېره به وروسته تر پنځه څلوېښت زره بشکو هم ورسېږي.

ددوستم لانجه

سره له دې چې د افغانستان شمالي ولایتونو له امنیتي پلوه یو څه ارام برېښي او ظاهراً ددغو زېرمو ایستلو کوم ګواښ نه شته، خو په دې وروستیو کې ددغو زېرمو د راایستلو پر سر د افغان حکومت او د حکومت د مخالفې سیاسي ډلې د یوه لوړپوړي مشر عبدالرشید دوستم ترمنځ لانجه راپورته شوې وه.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان د وزیرانو شورا په دغو زېرمو کې د لاسوهنې له امله عبدالرشید دوستم په ملي خیانت تورن کړی او لویې څارنوالی ته یې ورپېژندل دی.

خو ولسمشر حامد کرزي پر ښاغلي دوستم د ملي خیانت تورونه رد کړل او په دې اړه یې پر جدي څېړنو ټینګار وکړ.

ورته مطالب