کونړیان وايي پر افغانستان دې د پاکستان تېری بند شي

لاریوني
Image caption قهرجن خلک ولايتي چارواکي ملامتوي چې په دې تړاو یې هڅ غږ هم نه دى پورته کړى.

په کونړ کې د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکو په درېيمه ورځ هم دهغه څه پر وړاندې لاريو ن وکړ چې دوي یې د پاکستان له لوري پر افغانستان تېرى بولي.

د کونړ چارواکي وايي تر اوسه شاوخوا اته سوه توغندي د کونړ په بېلابېلو سيمو لګېدلي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې پنځه سوه کورنۍ کډه کړي.

لاريونيان وايي که حکومت ددوي په وينا ددغو بريدونو مخه نه شي نيولى له ولس نه دې مرسته وغواړي.

مظاهره په دريمه ورځ د خاص کونړ په ولسوالۍ کې هلته چې د ځايي خلکو په وينا د نورو سرحدي سيمو په څېر يې د بريدونو له امله ګڼې کورنۍ کډه شوي.

را ټولو شوو خلکو دا پر خپله خاوره تېرى باله او چارواکي يې ملامتول چې د بريدونو په تړاو یې غبرګون نه دى ښولى او نه يې هم د راکډه شوو خلکو لاسنيوى کړى.

د ننۍ مظاهرې څو تنه ګډونوال:

''له پاکستان نه توغندي راورېږي زموږ په حدودو تېرى شوى ددې غم ولې نه کوي، زموږ دا غږ ولې نړيوالو او رسنيو ته نه رسوي.؟

د ولس په غم خو دوی هېڅکله غور نه دى کړى او نه يې کوي، نو چې دوی زموږ د حدوداتو او امنيت غم ونه خوري، نو زه ورته اداره نه شم ويلى. موږ له دې ظالم ګاونډي نه خلاص کړﺉ.''

''که حکومت يې نه شي کولى نو موږ ته دې اجازه راکړي چې پخپله د خپل ځان دفاع وکړو.''

''زما نوم عبدالقيوم د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکى يم، زموږ په دې ملک کې ډېره بې نظمي ده، د باکستان نه توغندي راورېږي زموږ په ولس، او چارواکي ناست دي خپل امنيت يې نيولى او نور څه نه کوي.''

د نورګل ولسوالۍ يوه سپين ږيري د خاورې د ساتنې په نيت پرخلکو غږ وکړ او افغان حکومت او نړيوال يې را ننګول چې که د هيواد له پولو او خاورې ساتنه نه شي کولى، نو بيا يې شتوالى دده په ټکو دڅه لپاره دى ده د هغو سيمو يادونه دهم وکړه چې د پرله پسې بريدونو له امله يې خلکو کورونه پرېښي:

''امر نه شته''

''دانګام را شړ شو اسمار شړ شو، سرکاڼو قابو شوې، دې والي پر خپلو ولسونو غږ ونه کړ، تل دا وايي چې امر نه شته، نو چې تاته امر نشته ماته ووايه چې ددې خاورې غم وکړم او ځان پرې تباه کړم.''

Image caption وړمه ورځ هم کونړیانو د پاکستاني بریدونو پرضد لاریون کړی و.

دغه مظاهرې چې له امله ېې تيرې دوه ورځې د کونړ جلال اباد لويه لار د څو ساغتونو لپاره تړلې وه، يو شمېر خلک ولايتي شورا ته ددې لپاره راغلي وو چې احتجاج کوونکي دې لویې لارې نه بندوي او خلک دې نه ځوروي.

لاريونيانو پر چارواکو سربېره رسنۍ هم ګرمولې چې ګويا ددوی د غږ په پورته کولو کې لږي کوي.

مظاهره چيان وايي سبا (سه شنبه) به په يو بله ولسوالۍ کې را ټولېږي او تر هغې به نه کيني چې حکومت يې پر غوښتنو غور نه وي کړى.

تېره ورځ د افغانستان د امنيت شوری هم په دې تړاو يوه وينا خپره چې د پولو د خونديتوب سپارښتنې په کې شوې.

ورته مطالب