د افغان بندیانو پر شکنجې اندېښنه ښودل شوې

Image caption دغه اندېښنې د زور زیاتي د قربانیانو د ملاتړ د نړیوالې ورځ په مناسبت په ډاکه شوې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو مدافع ټولنو د دغه هېواد په زندانونو د احتمالي زور زیاتي په اړه اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان دبشري حقونو کیمسیون وايي، سره له دې چې حکومت په زندانونو کې د زوز زیاتي په اړه راپور په جدیت څاري، خو وايي لاهم په دې اړه ډیر انديښنې شته دي.

خو په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په خپلو ټولو نظارت خونو کې د بشري حقونو مسایل په پام کې نیسي.

که څه هم افغان چارواکي وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې یې په زندانونو کې د زور زیاتي د پای ته رسیدو لپاره پراخې هڅې کړي، خو د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون کمشنر محمد فرید حمیدي وايي، له دغو هڅو سره سره بیا هم په زندانونو کې زورزیاتی موجود دی:

''موږ په دې اړه لا هم ډیرې انديښنې لرو. د افغانستان د اسلامي جمهموریت نه مو هیله دا ده، چې په زندانونو د زور زیاتي د ختمولو لپاره لا ډیر جدي اقدامات وکړي او طرحه یې کړي.''

وروسته له هغې، چې د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو پر وړاندې د زور زیاتي او ځورنې راپورونه خپاره شول، ولسي جرګې په زندانانو کې د شکایتونو د څیړلو په موخه یو پلاوی و ټاکه.

د افغانستان د ولسي جرګې دعدلي او قضایي جرګه کۍ مرستیال محمد سرور عثماني چې دڅر خي پله دزندان په ګډون یې له یو شمیر نورو زندانونو لیدنه کړې، وايي لا هم په زندانونو کې د زور زیاتې نښیې ډیرې دي:

''دا یو حقیقت دی، چې زموږ په محبسونو کې په ځانګړي ډول په کشفي ارګانونو کې د اعتراف اخیستلو په وخت کې زور زیاتی کارول کیږي. دوی ادعا کوي، چې داسې څه نه شته، خو د عدلي کمیسیون د مرستیال په ډول دا درته وایم، چې لا هم په کشفي ارګانونو په زور زیاتي اعتراف اخیستل کیږي.''

په افغانستان کې د بشري حقونو ټولنو په تیرو څو کلونو کې د دغه هیواد په زندانونو په ځانګړي ډول په هغو نظارت خونو کې چې د ملي امنیت په واک کې دي، له زاندانیانو سره د زورزیاتي او ځورنې په تړاو راپورونه خپاره کړي دي.

او ښایي همدا لامل به و، چې په افغانستان مېشتو ناټو ځواکونو افغان لوري ته د زندانیانو د سپارلو پروسه وځنډوله.

خو د افغانستان د ملي امنیت ادرې ویاند لطف الله مشعل بي بي سي ته وویل، چې اوسمهال د دغې ادراې په نظارت خونو د زندانیانو زورونه پای ته رسېدلې ده:

شکنجې نه شته

''تر کومه ځایه، چې دملي امنیت په نظارت خونو کې د شکنجو او ربړونو مسله مطرحه ده، موږ دا خبر کاملاً ردوو. له بده مرغه په تېرو کلونو کې د ملي امنیت په ځینو نظارت خونو کې شکنجې موجودې وي، خو له تیرو دوو کلونو راهیسې دغه شکنجې د اصلاحي پروګرامونو په مرسته پای ته رسیدلي دي.''

په همدې کال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استاوزلې دفتر یونما دفتر وايي، د افغانستان د زندانونو په اړه یې تازه راپور چمتو کړی او ډیر ژر به یې خپور کړي.

ورته مطالب