''د دوستم سیاسي فعالیت له اساسي قانون سرغړاوی دی''

دوستم د انځور حقوق bbcuzbek
Image caption جنرال دوستم د افغانستان په سیاست کې یوه جنجالي څېره پاتې شوې ده، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې لاهم ډېر نفوذ لري.

د افغانستان دفاع وزارت د ملي جبهې یوه غړي، عبدالرشید دوستم ته په یوه لیک کې ویلي، چې له سیاسي فعالیته دې لاس واخلي.

دفاع وزارت وايي، تر هغه چې دوستم د دغه وزارت برحاله افسر وي، د اساسي قانون پربنسټ سیاسي فعالیت نه شيﺉس کولی.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظيمي کابل کې خبریالانو ته وویل، جنرال دوستم یې په دې اړه د یوه لیک په استولو خبر کړی دی.

جنرال دوستم، په دې وروستیو کې د حکومت ضد یوه ګوند ملي جبهې په غړیتوب لرلو سره سیاسي فعالیتونه پیل کړي دي.

ظاهر عظيمي وايي، ''د اساسي قانون د ۱۵۳ مادې پربنسټ، قاضیان، څارنوالان، د وسله وال ځواک غړي، پولیس او ملي امنیت کسان د خپلو دندو پرمهال په سیاسي ګوند کې غړیتوب نه شي اخیستی.''

ښاغلي عظيمي زیاته کړه: ''تاسې خبریاست، چې ستر جنرال عبدالرشید دوستم د وسله والو ځواک د سر قومندان دنده لري، دفاع وزارت د پوځي قوانینو د پلی کوونکي یوه بنسټ په توګه لازمه بولي چې هغه ته یو لیک واستوي، او ورته ووايي چې د اساسي قانون او پوځي مقرراتو له مخې د یوه جګپوړي او برحاله افسر په توګه پر یو مهال سیاسي فعالیتونه نه شي کولی.''

جنرال عظيمي دا هم ویلي چې دغه لیک یې ټولو اړوندو مراجعو ته استولی دی.

پر همدې مهال، د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د دوستم یوه نژدې کس سید انور سادات بي بي سي ته ددفاع وزارت دا لیک د قانون خلاف وباله:

''که چېرې دفاع وزارت د اساسي قانون مطابق عمل کړی وای، نو باید دوستم ته یې صلاحیتونه ورکړي وای. دفاع وزارت د جنرال دوستم آمر نه دی، د افغانستان په اساسي قانون کې ولسمشر د وسله وال ځواک سراعلی قومندان دی.''

خو ښاغلي سادات بیا دا ونه ویل، چې ایا دوستم به له خپل سیاسي فعالیت لاس واخلي او که څنګه.

جنرال دوستم د افغانستان په سیاست کې یوه جنجالي څېره پاتې شوې ده، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې لاهم ډېر نفوذ لري.

په دې وروستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي لويې څارنوالۍ ته د جنرال عبدالرشيد دوستم د معرفي کولو په تړاو په خپل لومړي غبرګون کې پر ښاغلي دوستم د "ملي خيانت" تور رد کړ.

ورته مطالب