رنجبر: که پړ وم ولې بېرته خوشي شوم

رنجبر د انځور حقوق
Image caption کبير رنجبر وايي ولسمشر کرزى بايد دا وپوښتي چې ولې يو پخوانى وکيل ونيول شو او بيرته خوشي شو

د افغانستان د ولسي جرگې مخکينى وکيل کبير رنجبر وايي د دغه هېواد لويې څارنوالۍ د دۀ نوم بد کړى او اوس دى دې ته منتظره دى چې ولسمشر کرزى څه کوي.

پر ښاغلي رنجبر تور پورې شوى و چې گواکې يوه نجلۍ يې تښتولې وه او زياتى يې پرې کړى و.

خو د حقوق پوهانو د ټولنې مشر او پخوانى وکيل کبير رنجبر دا تورونه ردوي او وايي ولسمشر کرزى بايد دا وپوښتي چې ولې دى نيول شوى و او که بې گناه دى نو ولې خوشي شوى دى.

له بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي رنجبر وويل چې ولسمشر کرزى که د قانون برلاسي غواړي نو بايد د ولسي جرگې د يوۀ مخکيني وکيل په توگه د دۀ د دې نيونې او بيا خوشي کېدنې په دې برخه کې اعلاميه خپره کړي.

ښاغلي رنجبر وويل په دې وروستيو کې ولسمشر کرزي ويلي و چې نور به مصلحتونه نه کوي که د دۀ په وينا همداسې کيږي بايد په دې قضيه کې راوړاندې شي.

کبير رنجبر وايي د چا د تښتولو تور چې ورپورې شوى دى هغه د دۀ ميرمن ده او ماشوم يې خپل دى.

دى وايي نکاح ليک لري او لويې څارنوالۍ ته يې وړاندې کولى شي. ښاغلى رنجبر ادعا کوي دا ټوله چاره يوه دسيسه وه چې د دۀ د نوم بدولو لپاره شوې ده.

ورته مطالب