افغانستان کې پانگوونې ته په ډيلي کې کانفرانس پيل شو

ډيلى
Image caption په ډيلي کې پيل شوي کانفرانس ته د سيمې او نورې نړۍ هېوادونه راغلي دي

د افغانستان په اړه د پانگوونې نړيوال کنفرانس د هند په پلازمېنه ډيلي ښار کې پيل شو.

افغان چارواکي وايي په دغه کنفرانس کې د افغانستان ١٩ کسيز لوړ پوړى پلاوى ه ګډون کوي.

په دغه پلاوي کې د بهرنيو چارو، سوداګرۍ او صنايعو، ماليې د کانونو او کرنې وزيران، د ايسا او سوداګرۍ د خونو رييسان شامل دي.

په کنفرانس کې به د افغانستان د اقتصادي او سوداګريزو چارو پر پراختيا او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ او کانونو په برخه کې پانګونې ته ډېره پاملرنه وشي.

کابل کې د چارواکو په وينا د ا فغانستان پلاوى به د کنفرانس ګډونوالو ته د سوداګرۍ، اقتصاد او په ځانګړې توګه د کانونو په اړه معلومات وړاندې کړي او نړيوال به د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګوونې ته وهڅوي.

دا کنفرانس د هند د صنعتي کنفدراسيون له خوا تنظيم شوى دى.

په دغه نړيوال کنفرانس کې د سيمې د هېوادونو ترڅنګ له ټولې نړۍ څخه د ٢٩ هېوادونو او بېلابېلو نړيوالو ټولنو استازي ګډون کوي.

د هندد بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دوى غواړي بهرني پانګه وال وهڅول شي چې په افغانستان کې پانګوونه وکړي او په دې برخه کې د افغانستان له ښو فرصتونو څخه ګټه واخلي.

د کنفرانس پر مهال به د افغانستان د حکومت پلاوى او نورې اړوندې ادارې به ګډونوالو ته په افغانستان کې د پانګوونې لپاره د مناسبو فرصتونو، اسانتياوو او ښې فضا په اړه معلومات وړاندې کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په کنفرانس کې به د هندي کمپنيو ګڼ شمېر استازي هم ګډون وکړي.

هندي چارواکو له خولې ويل شوي چې په ډيلي کې د دغه کانفرانس جوړول د دې څرګندويه ده چې هند له افغانستان سره اوږودمهاله مرستو او اړيکو ته ژمن دى او د يو ډيموکرات ، با ثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکى دى.

افغان چارواکي وايي چې بهرنيان د افغانستان د کانونو د را ايستلو په برخه کې ډېره لېوالتيا ښيي.

د يادونې وړ ده چې له دې مخکې په کاناډا، انگلستان، تاجکستان او ترکيه کې هم د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګوونې کنفرانسونه جوړ شوي دي.

ورته مطالب