طالبانو او افغان چارواکو په جاپان کې وليدل

جاپان غونډه
Image caption د غونډې برخه والو وويل چې ټولې غاړې د يوۀ گډ کميسيون پر جوړولو سلا شوي دي

د لومړي ځل لپاره د وسله والو طالبانو يوۀ جيگپوړي استازي جاپان کې د افغان حکومت د سولې له مرکچې سره مخامخ کتلي دي.

قطر کې د طالبانو د دفتر استازي او د طالبانو د واکمنۍ د پلان وزير قاري دين محمد د چارشنبې په ورځ ( د جون ٢٧) د جاپان د کيوتو په ښار کې د سولې د جوړ شوي کانفرانس پرمهال د افغان حکومت او د گلبدين حکمتيار د اسلامي گوند له استازو سره د سولې د خبرو پرامکاناتو او لارو چارو خبرې کړي دي.

د کانفرانس يوه برخه وال او د افغانستان د مدنې ټولنو مشر صديق منصور انصاري بي بي سي پښتو څانگې ته وويل درې سره لورو ، په دې موخه د يوه گډ کميسيون پرجوړولو هوکړه وکړه .

په دې غونډه کې په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزي، د دولت د مخالفې وسلوالې ډلې حزب اسلامي استازى ډاکتر غيرت بهير او د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ د مهال د پلان وزير او د دوى استازى قاري دين محمد او پخوانى سفير ملا ضعيف له يو شمېر نورو کسانو سره برخه اخيستې وه.

برخه والو وويل د دې غونډې او کنفرانس هدف دا و چې د سولې د راوستلو او بيا پخلاينې لپاره مختلف لورې خپل نظرونه او مسودې وړاندې کړي.

د وسلوالو طالبانو استازي په رسمي توګه دې غونډه ته بلل شوي وو او په نهو صفحو کې يې خپل دريځ د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دغه ملا عبدالسلام ضعيف او د حزب اسلامي استازي ډاکټر غيرت بهير غونډې ته مفصله وينا وکړه او خپل دريځونه يې روښانه کړل.

برخه والو رسنيو ته ويلي چې معصوم ستانکزي د سولې کومه طرحه په ليکلي ډول وړاندې نه کړه خو د سولې اړوند يې خبرې وکړې او سوله يې اړينه وبلله.

په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزي يادې غوڼدې ته په خپله وينا کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له خبرو سره يوځاى شي.

((دولت او مخالفين دواړه بايد دې ته ژمن و اوسي چې هېواد يو ځل بيا پر کورنۍ جګړې بدل نه شي.))

ستانکزي د سولې پر داسې خبرو اترو ټينګار وکړ، چې په شخړه کې ټولې ښکېلې خواوې په کې ګډون ولري.

خو يوۀ برخه وال وويل چې د طالبانو استازي او د دوى د پلان پخواني وزير قاري دين محمد بيا په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په صورت کې په هر ډول خبرو اترو کې له ګډونه انکار وکړ.

بل خوا قاري دين محمد د جاپان اېن اېچ کې ټلويزيون سره په يوه مرکه کې ويلي چې دوى له امريکا سره خبرو ته تيار دي، خو که امريکا يې غوښتنې ومني.

نوموړي د دغو غوښتنو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو زياته کړې يې ده چې د دغو غوښتنو نه منلو د خبرو اترو مخه نيولې ده.

په قطر کې له امريکاييانو سره د طالبانو د خبرو پر وخت د شرايطو په ترڅ کې ويل کېدل چې طالبان له گونتانامو څخه د خپلو زندانيانو خوشي کېدل غواړي.

ورته مطالب