د پيسو نړیوال صندوق بيا افغانستان ته مرستې پيل کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پيسو نړیوال صندوق له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان سره د ۱۳۳ میلیونه وړیا مرستې ژمنه کړې.

د افغانستان د مالیې وزرات وايي، د پيسو نړیوال صندوق ای ایم ایف پر افغانستان خپلې بندې کړې مرستې بېرته پيل کړي دي.

دغه صندوق په خپلو تازه مرستو کې له افغانستان سره څه باندې ۱۸ میلیونه ډالره وړیا مرسته کړې ده.

د پيسو نړیوال صندوق وروسته له هغې پر افغانستان خپلې مرستې وتړلې، چې د افغانستان تر ټولو ستر خصوصي بانک، کابل بانک د فساد له امله له دیوالي کېدو سره مخامخ شو.

دغه صندوق به تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان سره ۱۳۳ میلیون ډالره وړیا مرسته وکړي، چې تراوسه یې نژدې ۴۰ میلیونه له دغې ټولګې افغان حکومت ته ورکړي دي.

وروسته له هغې، چې د پيسو نړیوال صندوق ای ایم ایف د افغاستان پر مالي سکتور خپله کلنۍ کتنه بشپړه کړه، له افغانستان سره یې خپلې ځنډول شوې مرستې بېرته پيل کړې.

د مالیې وزارت وايي، ای ایم ایف په کابل بانک کې د فساد او د افغانستان په مالي سیستم کې د سمون غوښتنه کوله او د همدغو ستونزو له امله یې پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړې وې.

خو اوس د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وحید توحیدي وايي، ای ایم ایف په خپله کلنۍ ارزونه کې د کابل بانک او د افغانستان د مالي سیستم په اړه خپلې وروستۍ ارزونې مثبتې ارزولي او له همدې امله یې بېرته مرستې افغانستان ته پیل کړې.

د پيسو نړیوال صندوق له ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان سره د ۱۳۳ میلیونه وړیا مرستې ژمنه کړې او تر اوسه نژدې ۴۰ میلیونه ډالره افغانستان ته ورکړي دي.

د مالیي وزرات ویاند وايي، د پيسو د نړیوال صندوق مرسته به د افغانستان د ملي بودجې له لارې لګول کیږي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په مالي سیستم کې د رڼوالي رامنځ ته کول به لا ډېر د دې لامل شي، چې افغانستان ته د نورو مالي مرستو مخه ور ماته شي او په نړیواله کچه به خپل باور ټینګ کړي.

اوس مهال د نړیوالې ټولنې د مرستو ډېره برخه په خپله د مرسته کونکو ادراو له خوا لګول کیږي، چې لامل یې په افغان حکومت کې د فساد شته والی ګڼل شوی.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې که افغان حکومت په خپلو چارو کې رڼوالی رامنځ ته کړي، ښایي نړیوال به خپلې ټولې مرستې له حکومتي لارو ولګوي.

ورته مطالب