کندهار کې ماشومان له چاودېدونکو توکو سره نيول شوي

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي، افغان پولیسو سوېلي ولایت کندهار کې درې ماشومان له شلخي بمونو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.

چارواکي وايي، دغو ماشومانو هوډ درلود چې شلخي بمونه او چاودېدونکي توکي یوې امنیتي پوستې ته نژدې ځای پر ځای کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشونو ملاتړې ادارې نونیسف په جګړه کې د جنګي ځواکونو په توګه د ماشومانو پر کارونې اندېښنه ښوولې ده.

دغې ادارې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې، چې له ماشومانو دې په جګړه کې استفاده نه کوي.

افغان او نړیوال ځواکونه تل د حکومت مخالف وسله وال په ځانګړې توګه طالبان په دې تورنوي چې ګواکې په خپلو لیکو کې ماشومان جګړې ته اړ باسي.

دا ځل نړیوالو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د دریو ماشومانو د نیولو خبر ورکړی چې شلخي بمونه او چاودېدونکي توکي یې له ځان سره لېږدول.

په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، له نیول شوو ماشومانو سره چاودېدونکي توکي نیول شوي، چې د ده په باور وسله والو د دې لپاره ورکړي وو، چې یوې امنتیي پوستې ته یې نژدې ښخ کړي.

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې د نیول شوو ماشومانو د برخلیک په اړه به څه پرېکړه کیږي، خو د ملګرو ملتونو د ماشونو ملاتړې ادارې نونیسف د جکړې په لیکو کې جنګ ته د ماشومانو پر اړ ایستلو سخته اندېښنه ښوولې ده.

په کابل کې د دغې ادارې ویاند عزیز فروتن وايي، ماشومان تر بل هر چا ډیر زیان منونکي دي او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه وکړه، چې ماشومان دې د خپلو موخو لپاره جګړو ته نه اړ باسي.

"یونیسف د افغانستان په جګړو کې د ماشومانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه لري. په ۲۰۱۱ کال کې له ۱۶ کلونو نه ټیټ عمر ۳۱۶ ماشومان د جګړو ښکېلو اړخونو په خپلو لیکو کې د سرتېرو او یا هم د مرسته کوونکو په توګه ګمارلي وو. يونیسف په افغانستان کې د جګړو له ښکېلو اړخونو غواړي، چې په وسله والو نښتو کې دې د ماشومانو خوندیتوب ته پام وکړي".

له چاودېدونکو توکو سره د ماشومانو د نیول کېدو په اړه پر داسې مهال خبر ورکول کیږي، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یوې بمي چاوندنې څلور کوچنیان وژلي دي.

ورته مطالب