'د کبیر رنجبر قضیې ته دې ولسمشر ارزوونکی پلاوی وټاکي'

رنجبر د انځور حقوق
Image caption ښاغلی رنجبر وايي اوس لويه څارنوالي د ادعا کوونکې ښځې او د هغې د کورنۍ له خوا د اسنادو وړاندې کولو ته ځان نه حاضروي او ان په وينا يې تيلې فونونو ته هم ځواب نه وايي.

د افغانستان د ديموکراتو حقوق پوهانو اتحاديې ويلي چې د کبير رنجبر د قضيې له اورېدو او هر اړخيزې پلټنې وروسته دې پايلې ته رسېدلي ده چې د ښاغلي رنجبر د ازادۍ سلبول او د هغه بدنامول د هېواد له اساسي قانون سرغړاوی دی.

دوی وايي چې پر کبير رنجبر لګېدلي تورونه د نړيوالو بشري حقونو او د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف عمل دی.

ددغې اتحاديې مرستيال عبدالشکور دادرس په يوه خبري ناسته کې له ولسمشر حامد کرزي، ملي شورا او لويې څارنوالۍ وغوښتل چې ددې قضيې د ارزونې لپاره يو صلاحيت لرونکی پلاوی وټاکي او خلکو ته يې پايله اعلان کړي.

ښاغلی دادرس وايي چې د لويې څارنوالۍ له خوا د يوه شکمن تورن اعلانول ناقانونه کار او په هېواد کې د بشري حقونو خلاف عمل دی.

هغه د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې له استازو او د هېواد د بشري حقونو او مدني بنسټونو وغوښتل چې دا قضيه وڅاري:

''يو باصلاحيته پلاوی وټاکل شي او دا موضوع وارزوي، او د رسنيو له لارې همداسې اعلان شي چې دوی نيمګړتيا نه لري او ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی. تر اوسه له ډاکټر صاحب هېڅ پوښتنه نه ده شوېو د نيولو بهانه نه شته، موږ نه پوهېږو چې په دې کې به قصدي عناصر شتون لري؟''

د ولسي جرګې پخواني غړي او د افغانستان د ديموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې غړي کبير رنجبر پرې ټول لګول شوي تورونه دروغ او په اړه يې خپره شوې شايعه د خپل ځان لپاره معنوي اعدام وباله او له ولسمشر يې ددې قضيې د څېړلو لپاره د يوه قوي او بې پرې پلاوي د ټاکلو غوښتنه وکړه.

ښاغلی رنجبر وايي اوس لويه څارنوالي د ادعا کوونکې ښځې او د هغې د کورنۍ له خوا د اسنادو وړاندې کولو ته ځان نه حاضروي او ان په وينا يې تيلې فونونو ته هم ځواب نه وايي.

نوموړي دغه اسناد رسنيو او د کنفرانس ګډونوالو ته ورکړل.

له ناستې وروسته نزدې شل خبريالان لويې څارنوالۍ ته د مرستيال لوی څارنوال رحمت الله نظري د غبرګون ترلاسه کولو لپاره ورغلل، خو نوموړي له خبرو ځان تېر کړ.

ښاغلي نظري تېره اوونۍ رسنيو ته ويلي وو چې د ولسي جرګې غړی کبير رنجبر يې د تښتونې او پر يوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نيولی دی.

کبير رنجبر له اته څلوېښت ساعته بند وروسته خوشی شو.

ورته مطالب