افغانستان به "ژر" خپل تیل وکاروي

د انځور حقوق AP

د افغانستان د کانونو وزارت وايي ډیر ژر به د آمو سیند د تیلو له زېر مو اومه تیل په کور دننه یا بهر تصفیه او بازار ته وړاندې شي.

دا مهال په سرپل ولایت کې د تیلو پر دغو سترو زېرمو کار پیل شوی دی.

د آمو سیند د تیلو دغه سترې زیرمې چې د سرپل ښار په شاوخوا ۱۰ کلیومترۍ کې پرتې دي ۸۲ کاله وړاندې کشف شوې وې.

په لومړیو دوو کلونو کې به له دغو زېرمو په کال کې ۱۵۰ زره بېرله تیل ایستل کېږي خو وروسسته به دغه کچه ۳۰۰ زرو بېرلو ته ورسيږي او له دې درکه به افغانستان یوازې له همدې حوزې په کال ۴۰۰ میلیونه ډالرعواید ترلاسه کوي. دغلته د تیلو کچه ۸۷ میلیونه بېرله اټکل شوې ده.

د تاسیساتو اړتیا

که څه هم د "انګوټ" او "قشقرې" له څاګانو نه د تیلو د ایستلو ځینې چارې پیل شوي خو عملاٌ تیل نه ایستل کېږي ځکه چې د تاسیساتو جوړولو ته اړتیا ده.

اوس په سیمه کې انجینرانو او کارګرو ته د استوګنې کمپونه او ودانۍ جوړېږي چې د چارواکو په وینا ۹۰ سلنه چارې یې پرمخ تللي دي.

د تیلو ایستلو قرارداد

د تیلو د ایستلو قرارداد ۲۵ کلن قرارداد د چین د تیلو له ملي کمپنۍ سره شوی دی.

په پام کې ده چې دغه چینايي کمپنۍ د دوو کلونو په موده کې، په سیمه کې د تیلو د تصفیه کولو معیاري کمپنۍ جوړه کړي.

د افغانستان شپږ سیمې تیل لري چې یوه یې د جوزجان-سرپل او فاریاب په لمنو کې پرته د آمو سیند د تیلو زون دی.

سیمه ییز چارواکي هیله من دي چې د تیلو له ایستلو سره به د افغانستان د اقصادي وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ په امنیتي برخه کې هم د پام وړ بدلون رامنځته شي.

ورته مطالب