د پوځي عملیاتو مشري افغانانو ته وسپارل شوه

Image caption د افغانستان په سویل کې افغان پوځ له بهرنیو ځواکونو د ټولو پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخیسته

د افغانستان په سوېل کې افغان پوځ له بهرنیو ځواکونو د ټولو پوځي عملیاتو مشري په غاړه واخیسته.

د افغانستان په سوېل کې د ملي پوځ چارواکي وايي د عملیاتو پلانونه به په خپله جوړوي خو د پلي کولو پرمهال به یې د اړتیا په صورت کې له بهرنیو ځواکونو مرسته غواړي.

د افغانستان په سوېل کې تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي جنرال عبدالحمید حمید د دغه مسوولیت د اخیستلو پرمهال وویل، تر دې وروسته به د پوځي عملیاتو په پلانونو کې ټولو هغو اړخونو ته پام کوي چې مخکې یې ځیني حساسیتونه پارولي وو.

چارواکو د اړتیا په صورت کې له بهرنیو ځواکونو د هوايي مرستې خبره هم وکړه خو وايي په ټوله کې به د شپنیزو عملیاتو په ګډون ټول پوځي عملیات په خپله د افغان ځواکونو له خوا پلان او پلي کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په یوه نارامه سیمه کې د پوځي عملیاتو مشري افغان پوځ ته سپارل کېږي.

د افغانستان په سوېل کې د ایساف چارواکي وايي افغان پوځ پیاوړی شوی او د دې جوګه دی چې د عملیاتو مشري وکړي.

دا مشري افغان ځواکونو ته یوه ورځ وروسته له هغه وسپارل شوه چې د کندهار په پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې یې د "څلورم کلک هوډ" په نامه پراخه پوځي عملیات پیل کړل.

په هغې غونډې کې چې د پوځي عملیاتو د مشرۍ د سپارولو په مناسبت جوړه شوې وه د کندهار، اروزګان او زابل ولایتونو د ملکي او امنیتي چارواکو ترڅنګ په سوېل کې د ایساف ځواکونو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون درلود.

ورته مطالب