پوځي یونیفورم لرونکي افغان درې برتانوي سرتېري وژلي

ناټو ځواکونه د انځور حقوق
Image caption د روان ۲۰۱۲ کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ترل ۲۰ ډېر بهرني پوځيان په قصدي ډول او ډزو وژل شوي دي.

ناټو ځواکونه وايي چې د افغان پولیسو یونیفورم اغوستونکي کس د هېواد په سوېل کې د ناټو درې پوځيان په ډزو وژلي دي.

د هلمند ځايي چارواکو ویلي، چې پېښه ددغه ولایت سنګین ولسوالۍ په کمپرک سیمه کې تېره شپه شوې ده.

ددغه ولایت امنیه قومندانۍ بیا ویلي چې پېښه تېر ماښام شوې ده، چې وژل شوي برتانوي سرتېري دي.

خو ولايتي ویاند داود احمدي وايي، دوی ته د پېښې دوه ډوله راپورونه ورغلي، یو دا چې د عامه نظم یوه پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او دی هم په ځوابي ډزو وژل شوی، او بل دا چې د بهرنیو ځواکونو پر پوستې طالبانو برید کړی، ایساف مرسته غوښتې او طالبان یې وژلي دي.

خو نوموړی وايي چې تر اوسه دا رپوټونه نه دي تایید شوي او سیمې ته یې پلاوی لېږلی دی.

کابل کې د ایساف له خوا خپره شوې ویناپاڼه وايي، پېښه اوس تر پلټنې لاندې ده.

ناټو د وژل شوو بهرنیو سرتېرو هویت او د پېښې دقیق ځای نه دی ښودلی.

دوی وايي چې برید کوونکی په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د روان ۲۰۱۲ کال له پیله تر اوسه افغانستان کې ترل ۲۰ ډېر بهرني پوځيان په قصدي ډول او ډزو وژل شوي دي.

څارونکي وايي چې په دې کار سره د بهرنیو پوځيانو ترمنځ اندېښنه ډېره شوې ده.

ناټو ځواکونو په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي چې "یوه افغان ملکي کس چې د سیمه ییزو پولیسو دریشي یې اغوستې وه، د توپک خوله پر نړیوالو سوله ساتو ځواکونو را اړولې او درې کسان یې وژلي دي. "

ویل کېږي چې دغه پوځيان د افغان ځواکونو د روزنې پرمهال وژل شوي، چې په پام کې ده د ۲۰۱۴ کال ترپایه ټول جنګي مسؤولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

د روان کال په فبرورۍ کې د امریکايي ځواکونو له خوا د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم له سوځېدا وروسته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پرضد دریځ په ډېرېدو شو.

له پېښې وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پراخو لاریونونو په لړ کې لږترلږه ۱۶ افغانان ووژل شول.

ورته مطالب