طالبانو د کونړ له ځینو سیمو حکومتي مامورین شړلي

طالبان
Image caption تر اوسه د کونړ له دوو ولسواليو ناړۍ او غازي اباد نه يو شمېر کورنۍ راوتلې او ځينو خپلې دندې پرېښې.

په ختيځ ولايت کونړ کې وسله والو طالبانو حکومتي مامورين له خپلې ولکې لاندې سيمو ايستلي دي.

وسله والو دغو کسانو ته خبردارى ورکړى وو چې يا دې دندې پرېږدي او يا دې کورنۍ وباسي.

وسله وال طالبان وايي دغه کسان يې ځکه ايستلي چې ددوی د ځاى ځايګي په اړه يې حکومت ته معلومات ورکول.

غازي اباد او ناړۍ د کونړ هغه دوې ولسوالۍ دي چې وسله والو طالبانو په کې تر خپل واک لاندې سيمو نه حکومتي مامورين کډه کولو او دندې پرېښودو ته اړايستلي.

ددغو ولسواليو له ليرې پرتو کليو نه د هغو کسانو کورنۍ راشړل شوې چې دندې ېې نه پرېښودې.

د ناړۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي د چا چې بل ځاى ګوزاره نه کېده، کار یې پرېښود او هغه چې بله چاره ېې نه لرله نورو ځايونو ته کډه شول.

د کونړ ولايتي اداره هم مني چې له ځينو سيمو نه حکومت پلوه کسان او مامورين شړل شوي او ځينې ددندو پرېښودو ته اړ شوي، خو وايي هڅه کوي چې مامورينو ته پخپلو سيمو کې د بېرته پاتې کېدو زمينه برابره کړي.

د کونړ دو الي وياند واصف الله واصفي:

''وسله وال طالبان له خپلې ولکلې لاندې سيمو نه د حکومت پلوه کسانو د شړلو او يا له حکومت نه د ګوښه کېدو پلمه ددوی د ځاى موندنه او درک ښيي.''

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي دا ګام سیمه ییزو طالبانو له هغه وروسته اخیستى چې ځايي حکومتي مسؤولينو هغو ځايونو ته چې طالپان په کې اوسېږي، د خوراکي توکو پر وړلو بنديز ولګاوه.

مجاهد وايي له دغو کسانو نه دوی ته ګواښ و، نو ځکه يې د ايستلو پرېکړه وشوه.

ویالې ویجاړې شوې

داسې رپورټونه هم شته چې په ځينو سيمو کې لارې هم پرې شوې او د لنډې مودې لپاره اوارو سيمو ته ورغلې ويالې هم وياجاړې شوې وې.

د ځينو انګيرنه داده چې که وسله وال طالبان پر حکومت پورې د تړلو کسانو کورنۍ شړي او يا یې ځوروي، نو دا به حکومت ته د وسله والو طالبانو د خواخوږو د نيولو پلمه په لاس ورکړي.

ويل کېږي چې د نورستان په ختيځ کې کامديش او برګمټال ته دا څو مياشتې پر خوراکي توکو بنديز لګېدلى چې په غچ کې يې د کونړ په ځينو سيمو کې وخت نا وخت لویې لارې تړل کېږي.

ورته مطالب