کندهار کې ځانمرګي برید اووه کسان وژلي

د کندهار برید د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption برید له چاودېدونکو توکو د یوه ډک ګاډي په مټ شوی.

لږترلږه اووه کسان هغه مهال ووژل شول، چې د کندهار ولایت پوهنتون ته څېرمه ځانمرګی برید وشو.

په برید کې تر شلو ډېر نور کسان هم ټپیان شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، برید کوونکي له چاودېدونکو توکو خپل ډک ګاډی د امریکايي اډلې ترڅنګ د ګاډو په تمځي کې چوولی دی.

په تېره یکشنبه، یوه افغان پولیس په هلمند ولایت کې درې برتانوي سرتېري په ډزو وژلي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرزاق اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې د کندهار پوهنتون ته نژدې په امریکايي اډه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه دېره دي.

ویل کېږي چې دا ځای د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مخکني کور ته څېرمه پروت دی.

په دې وروستیو کې کندهار کې، چې د طالبانو د فعالیت اصلي ځای بلل کېده، بیا پر حکومت او پوځي بنسټونو بریدونه ډېر شوي دي.

د کندهار ولایتي ویاند جاوید فیصل وايي، چې د دوشنبې د ماښام د برید ډېری قربانیان ولسي وګړي او هغه کسان دي چې په دغه اډه کې یې ورځني کارونه کول.

تېره میاشت، لږترلږه درې پولیس هغه مهال ووژل شول او شپږ نور ټبیان شول، چې د پولیسو په یونیفورم کې یوه کس د کندهار ښار پر یوې پوستې برید وکړ.

ناټو او افغان ځواکونه تر ډېره ددغو بریدونو هدف دي، خو مرګ ژوبله په کې تر ډېره ولسي وګړو ته رسېږي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د ناټو له ۱۳۰۰۰۰ ځواکونو څخه ډېره برخه یې له افغانستان څخه ووځي او امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مطالب