له بګرام زندان نه ۷۹ افغان زندانیان خوشي شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د بګرام زندان د لېږد بهير له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زندانیان له دغه زندانیان خوشې شوي

افغان چارواکي وايې هغه ۷۹ کسان چې د امريکايي پوځیانو لخوا په بګرام کې بندیان وو خوشې شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د دغو زندانیانو لپاره یې د جرمونو ثابتولو په موخه کافي اسناد او بېلګې نه درلودې او محکمې بې ګناه اعلان کړل.

دغه زندانیان څه موده وړاندې د څرخي پله زندان ته وړل شوي وو او نن د ځانګړو مراسمو پر مهال خوشې شول.

ډېری دغه نیول شوي زندانیان، چې سپین ږيري هم په کې وو، د نړیوالو ځواکونو له خوا له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نیول شوي وو خو نیول شويو کسانو ویل، چې له طالبانو سره هېڅ اړیکې نه لري.

له بګرام زندان نه د دغو ۷۹ زنداینانو خوشې کېدل، د هغې پروسې برخه ده، چې موخه یې له نړیوالو ځواکونو افغان ادرې ته د دغه زندان لېږدول دي.

دغه لس ګونه زندانیان، چې تر ډېره د افغانستان د جنوب او جنوب ختیځو ولایتون وو، د ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې ازاد شول.

دغه زندانیان څه موده وړاندې له باګرام زندان څخه د څرخی پله زندان ته لېږل شوي او افغان چارواکي وايي، چې د دوی د نیونې په اړه کافي اسناد او بېلګې ونه موندل شوې، ځکه محکمې بې ګناه ثابت کړل.

له نړیوالو ځواکونو افغان ادارې ته د بګرام زندان لیږدونې بهير مشر، جنرال غلام فاروق بارکزی وايي، له څه باندې ۳ زره زندانیانو ترا وسه شاوخوا ۲۰۰۰ زندانیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

تر نن ورځې، په بګرام زندان کې د ۳۰۸۲ زندانیانو له ډلې نه ۲۱۰۰ تنه یې د افغانستان ملي پوځ ته سپارل شوي دي. یوازې زر تنه نور له بهرنیانو سره پاتې دي، چې هغه به د راتلونکو دوو میاشتو او لسو ورځو په موده کې ټول را وسپارل شي. دهغې پرېکړې له مخې، چې د افغانستان حکومت کړې، زه پوره ډاډ لرم، چې په شپږو میاشتو کې به دغه زندان په بشپړ ډول ملي پوځ ته وسپارل شي

ښاغلي بارکزی وايي، ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې هغه بندیان، چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وي، روزنتونونو ته ور وپېژني.

په خوشې شويو زندانیانو کې داسې کسان هم وو، چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو پورته وو او داسې تنکي ځوانان هم په کې لیدل کېدل ، چې عمرونه یې دنیولو پرمهال له ۱۸ کلونو ښکته برېښدل.

د بګرام زندان د لېږد بهير له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زندانیان له دغه زندانیان خوشې شوي او چارواکي وايي، ټاکل شوې سل ګونه نور بندیان هم له دغه زندان نه خوشي شي.

ورته مطالب