غزني کې له مور او دوو زامنو یې سرونه غوڅ شوي

غزنی د انځور حقوق 1
Image caption په دې وروستیو کې له افغان مېرمنو سره د کورني تاوتریخوالي پېښې په ډېرېدا دي.

د افغانستان مرکزي ولایت غزني ښار په څلورمه حوزه کې له یوې ښځې او د هغې له دوو کوچنیانو سرونه غوڅ شوي دي.

تيره شپه د غزني ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند ددريم پلان په سيمه كې يوه ښځه له خپلو دو كوچنيانو سره حلال كړل شوي دي.

د غزني د ښځو چارو رییسه شکریه ولي وايي، وژل شوې ښځه له ورایه شاوخوا دېرش کلنه ښکاري.

آغلې ولي زیاتوي، چې دغه ښځه تېر کال د کورني تاوتریخوالي له کبله له خپل مېړه جلا شوې او طلاق یې اخیستی دی.

د وژل شوې ښځې مېړه په نشه يي توکو روږدی کس دی.

دغې ښځې له خپلو دوو کوچنیانو سره ژوند کاوه.

میړه او وروڼه یې

شکریه وايي: ''ددغې ښځې دوسیه تېر کال له موږ سره ثبت شوې ده، چې له خپل مېړه یې طلاق اخیستی. له دې سره ناانساني چلند شوی، پلټنې روانې دي، خو ځینې داسې رپوټونه راغلي، چې د ښځې مېړه او وروڼه یې په دې وژنه کې لاس لري.''

نوموړې وايي، ددوی هم د ښځې پر میړه او د هغه پر وروڼو شک دی، ځکه چې کېدای شي ماشومانو پېژندلي وای، که چېرې ماشومان ژوندي پاتې وای.

دا وايي چې تېر کال هم دغه ښځه خپل مېړه سخته وهلې ډبولې ده.

شكريه وايي ددواړو كوچنيانو چې يو يې هلک او بله يې نجلۍ ده، عمرونه داتو او لسو كلونو په شاوخوا كې دي.

د امنيتي ادارو چارواكي په دې اړه څه نه وايي.

خو له بلې خوا د غزني د ملكې روغتون ريیس ډاكتر بازمحمد همت وايي چې نن سهار وختي د يوې ښځې او دوو كوچنيانو مړي روغتون ته راوړل شوي چې درې واړه په چاړه حلال شوي دي:

''نن سهار له غزني ښاره روغتون ته راوړل شوي، چې درې واړه حلال شوي، د قتل په اړه امنیتي ارګانونه معلومات راغونډوي. ماشوم اته نهه کلن دی.''

هغه وايي دا د يوې مياشتې په موده كې د تاوتريخوالي څلورمه پېښه ده چې په كې ښځې يا ژوند له لاسه وركوي او ياهم وهل او ډبول شوې دي.

په دې وروستیو کې له افغان مېرمنو سره د کورني تاوتریخوالي پېښې په ډېرېدا دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسون په یوه تازه راپور کې وايي چې په دغه هېواد کې د ناموس په نامۀ د ښځو وژنې ډېرې شوې دي.

دغه کمیسیون زیاتوي، چې په تېروو دوو مياشتو کې لږ تر لږه شپاړس ښځې د خپلو کورنيو د نارينه غړو له خوا د ناموس په نامۀ وژل شوې دي.

ورته مطالب