ننګرهار کې له يوې نجلۍ سر غوڅ شوی

د انځور حقوق
Image caption د سیمې خلکو ويلي چې د کليو اوسېدونکو وژل شوې نجلۍ نه ده پيژندلې.

د افغانستان په ختیځ جلال اباد کې د يوې ۱۷ کلنې نجلۍ نه سر پرې شوی.

دا پېښه تېره شپه د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې را منځ ته شوې.

د خوګياڼو ولسوال رسنیو ته ويلي چې د نجلۍ مړی جمعه (د جولای شپږمه) ځايي خلکو په کروندو کې موندلی.

د نوموړي په وینا د وژل شوې نجلۍ پېژندګلوي لا نه ده معلوم خو له جامو يې ښکاري چې د شاوخوا سیمې اوسېدونکې وي.

خو ولسوال د دې شونتیا هم نه ردوي چې ګواکې نجلۍ له بلې سيمې سرې کلا ته را وستل شوې وي او دلته وژل شوې وي.

ويل کيږي چې د دې ۱۷ کلنې مړی اوس د عدلي پلټنو په موخه د جلال آباد ولايتي روغتون ته لېږدول شوى او پېښه تر پلټنې لاندې ده.

د سیمې خلکو ويلي چې د کليو اوسېدونکو وژل شوې نجلۍ نه ده پيژندلې.

کیليوال زیاتوي چې په تېره څو اوونيو کې په دې ولسوالۍ کې په مرموز ډول اته کسه وژل شوي دي.

دوی وايي له يادو کسانو دوه يې زلمیان وو ، چې نامعلومو کسانو ترې سرونه پرې کړي وو.

دا په دوو اونيو کې په ختيځو ولایتونو کې دویمه پر له پسې پېښه ده چې را منح ته کيږي.

تر دې وړاندې په کونړ کې د ١١ ټولګي له يوې زده کوونکې په خپل کور کې سر پرې شوی وه.

ورته مطالب