کوڼر کې د "لشکر طیبه" دوه مشران وژل شوي

د انځور حقوق 1
Image caption په پاکستان کې مېشته "لشکر طیبه"، د امریکا په تور لست کې د ترهګریزو شبکو په ډله کې ده.

ایتلافي ځواکونو د افغانستان په ختیځ ولایت کوڼر کې د "لشکر طیبه" د دوو تنو مشرانو عمار او خطاب شفیق د وژل کېدو خبر ورکړی.

ایتلافي ځواکونه وايي، عمار د اورپکو د یوې ډلې مشري کوله چې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې عملیات ترسره کول.

د کابل په شمالي برخه بګرام کې، دېره نړیوال ایتلافي ځواکونه وايي، د کوڼر ولایت پر وټه پور ولسوالۍ د هغوی د یو هوايي برید په پایله کې د عمار په نوم د "لشکر طیبه" یو مشر وژل شوی دی.

د دغو ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اعمار په کوڼر کې د اورپکو د یوې ډلې مشري په غاړه لرله او د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېده.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو ویاند دین اینرد بي بي سي ته وویل، په دغه عملیاتو کې د "لشکر طیبه" د یو بل مشر خطاب شفیق په ګډون څو تنه نور اورپکي هم وژل شوي دي.

"خطاب شفیق په کوڼر کې د لشکر طیبه یو لوړ پوړی چارواکی و. هغه پر افغان او بهرنیو ځواکونو د څو بریدونو مشري کړې وه او اورپکو ته یې د پیسو، وسلو او د زده کړو د ورکولو مسوولیت درلود.شفیق د اورپکو لپاره د افغانستان په ختیځ کې د زده کړې یو مرکز هم جوړ کړی و او هلته به هغوی ته د وسلو کارونې زدهګړه ورکول کېده. شفیق په وروستیو کې د سړک غاړې بمونو د جوړونې او ځای پر ځای کونې په اړه هم اورپکو ته زده کړې ورکولې".

ایتلافي ځواکونه وايي له وروستیو ارزونو جوته شوه چې په دې برید کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

افغان حکومت په وار وار د "لشکر طیبه" ډله په افغانستان کې د لویو بریدونو په ترسره کولو تورنه کړې ده چې یو یې هم، د کابل په نوي ښار کې پر یو میلمستون برید و چې ډېری وژل شوي میلمانه یې هنديان وو.

په پاکستان کې مېشته "لشکر طیبه"، د امریکا په تور لست کې د ترهګریزو شبکو په ډله کې ده.

امريکا د دغې ډلې د مشر حافظ سعيد د نيول کېدو پر سر ۱۰ ميلونه ډالره انعام ټاکلى دى.

ورته مطالب