''توکیو کنفرانس ته وړاندې کېدونکی سند نیمګړی دی''

عبدالله د انځور حقوق .
Image caption عبدالله وايي کنفرانس ته پر وړاندې کېدونکي سند باید له ملي ایتلاف او پارلمان سره سلامشوره شوې وای.

د توکیو کنفرانس له جوړېدا یوه ورځ مخکې د افغان حکومت سیاسي ګوند (ملي ایتلاف) پر هغه سند نیوکه کړې ده، چې دغه کنفرانس ته د افغان چارواکو له لوري وړاندې کېږي.

دغه سند په راتلونکو لسو کالو کې د افغانستان پر ستراتیژۍ راڅرخي.

د ملي ایتلاف مشر عبدالله عبدالله کابل کې خبریالانو ته وویل، ښاغلی کرزی نه غواړي چې په دغه کنفرانس کې د هېواد حیاتي مسایل مطرح کړي.

د نوموړي په وینا، په کار دا وه چې حکومت ددې سند په اړه له خپلو سیاسي مخالفانو او د افغانستان له خلکو سره سلامشوره کړې وای:

''له بده مرغه په دې سند کې ډېرې ستونزې شته، د ټکر ډېر ځایونه شته، ددې څرګندويي کوي چې له یوې خوا حکومت پرې سم کار نه دی کړی، او له بل پلوه دا سند له نورو سره نه دی شریک شوی، په کار وه چې د سند په اړه له سیاسي مخالفانو، پارلمان او مدني ټولنې سره هر اړخیزه سلامشوره ورباندې شوې وای.''

ملي ایتلاف، چې تل پر افغان حکومت نیوکې کوي، د نړیوالو مرستو ته هرکلی وايي، خو په هېڅ کوم نړیوال کنفرانس کې یې قوي ونډه نه درلوده.

له ښاغلي عبدالله وپوښتل شول، چې په اند یې باید په دې سند کې کومو څیزونو ته ځای ورکړل شوی وای؟

''له لومړي سره زموږ ټینګار دا و چې د توکیو په کنفرانس کې خپرېدونکی سند او دوه اړخیزې ژمنې چې په ډاګه کېږي، باید د سالمې حکومت ولۍ، د قانون پلی کولو او دیموکراتیک بهیر او ټاکنو په اړه مشخصې او ښکاره ژمنې ډاګیزه شوې وای.''

پر دې ټولو سربېره، ملي ایتلاف هیلمندي وښوده، چې د افغانستان د حکومت پروړاندې تر ټولو د لویې ستونزې اداري فساد سره جدي مبارزه وشي.

دغه ایتلاف د یوه داسې میکانیزم غوښتنه کوي، چې د افغانستان حکومت یې پر بنسټ د توکیو کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره کېدونکې ژمنې ترسره کړای شي.

ورته مطالب